مېرمن تریسي د امریکا د مخکني ولسمشر جو بایدن، په دوره کې د مسکو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د سفیرې په توګه وګمارل شوه. هغه مهال د بایدن ادارې له روسیې سره د اړیکو پر احتمالي تجدید نظر بحث درلود چې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل سره وضعیت مخ پر خرابېدو شو. مسکو د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ.
نور ولولئ: روسیې پر ایران د امریکا حمله غندلې وايي ترمپ د جګړې یو نوی پړاو پیل کړی
په مسکو کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د تریسي له قوله ويلي: «ویاړم چې په داسې یوه کړکیچن وخت کې مې په مسکو کې د خپل هېواد استازيتوب وکړ. اوس چې زه له روسیې څخه وځم، پوهېږم چې همکاران مې د روسیې له خلکو سره د روابطو د بهبود او د اړیکو د حفظ له پاره خپلې هڅې جاری ساتي.»
سفارت ويلي دي چې د تریسي په عقیده هغې په مسکو کې خپل ماموریت د معنی داره خبرو اترو له پاره حتی په ډېرو کړکېچنو حالاتو کې ګټور ثابت کړی دی.
سفارت د روانې میاشتې په سر کې وویل تریسي چې د ۲۰۲۳م کال په جنوري کې مسکو ته ورسېده او په اعتراضونو کې د امریکا ضد شعارونو سره موافقه وه، د بهرنیو چارو وزارت ته ېې مراجعه کړې وه تر څو د دې له پاره خپل اعتبار لیک وروسپاري چې ډېر ژر خپله دنده پرېږدي.
نور ولولئ: ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی
سفارت د روانې میاشتې په سر کې وویل تریسي په اعتراضونو کې د امریکا ضد شعارونو سره موافقه وه او د امریکا خارجه وزارت ته ېې ویلي و چې دنده پریږديانځور: Alexander Nemenov/AFPد رويټرز خبري آژانس په حواله، د لین ام. تریسي ځای ناستی لا تر اوسه په عامه توګه معرفي شوی نه دی. تر هغې مخکې، جان جي. سالیون، په مسکو کې د امریکا سفیر و. سالیون د ۲۰۲۰م کال له فبروري د ۲۰۲۲م کال تر سپتمبر پورې د ۲ کلونو او ۷ میاشتو له پاره په مسکو کې د امریکا سفیر و.
د امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ، ويلي دي چې احتمالاً د پانګونې ستر تړونونه د لاسلیک کولو له پاره موجود دي، خو هغه ويلي دا چې د سولې له پاره ېې ټولو هڅو تر اوسه نتيجه نه ده لرلې، ناهیلی شوی دی.
ترمپ د روان کال په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته له تلو سره هڅې کوي تر څو د روسیې او اوکراین ترمنځ داسې یو اوربند رامنځ ته کړي چې په نتیجه کې ېې په اوکراین کې روانه جګړه پای ته ورسیږي.
نور ولولئ: روبيو: روسیه ښايي تر راتلونکې اوونۍ د اروبند شرایط وړاندې کړي
تریسي په مسکو کې د خپل ماموریت پر مهال په روسیه کې د امریکايي بندیانو د خلاصون له پاره هم د پام وړ هلې ځلې وکړې. په دغو بندیانو کې د نورو ترڅنګ ژورنالیست ایوان ګرشکویچ او د سمندري قواو پخوانی غړی پاول ويلان هم شامل ول. دوی د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د شرق او غرب تر منځ د بندیانو د یوې تاریخي تبادلې په لړ کې آزاد شول.
مسکو کې پوځي پریټ؛ پوتین وايي په اوکراین کې بریا د مسکو ده
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ:
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSد دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف
د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSد يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود
انځور: Mikhail Korytov/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESSپه انځور کې د رهبرانو په ډله کې د چین ولسمشر شي جین پينګ، د تاجیکستان ولسمشر امامعلی رحمانوف، او د سلواکیا صدراعظم رابرت فیتسو، هم لیدل کیږي.
انځور: Yuri Kochetkov/Pool Photo via APپوتین له خپلو کلیدي متحدینو سره په دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مه کلیزه لمانځي. له کيڼ څخه ښي پر لور: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د قزاقستان ولسمشر صدر جباروف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان.
انځور: Grigory Sysoyev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSمخکې له دې چې په پریټ کې زغروال وسایط او ټانکونه وښودل شي، روسي عسکر ځانګړي پوځي مراسم ادا کوي
انځور: Sergei Bobylyov/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSپه دغه انځور کې د روسي فوینیکس زغروال جنګي موټر او د لنزا په نوم زغروال امبولانس لیدل کیږي چې د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال تېریږي.
انځور: Anton Vaganov/REUTERSرپوټونه وايي د مسکو په پوځي پريټ کې هغه ماډل ډرونونه او ټانګونه وښودل شول چې په اوکراین جګړه کې کارول شوي دي.
انځور: Ramil Sitdikov/SNA/IMAGOد مسکو سور میدان، پياده ځواکونه
په مسکو کې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې په ۹مه د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا په مناسب پوځي پریټ. په دغه انځور کې د مختلفو پوځي واحدونو ځواکونه لیدل کيږي.
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSپه دغه انځور کې د روسي عسکر د می نهمې پوځي پریټ پر مهال د لوژ له مخې د تېرېدو په حال کې لیدل کيږي
انځور: Bai Xueqi/Xinhua/IMAGOروسیه معمولا خپل د پوځي پريټ مراسم د مسکو په سره میدان کې ترسره کوي. روسیه په دا ډول سترو پوځي مراسمو کې خپل پوځي قوت هم نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Maxim Bogodvid/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSروسیه په پوځي پریټ کې خپل ډول ډول توغندي هم ښيي. د آرشیف په دغه انځور کې د روسي اس-۴۰۰ ترویمف ډوله له ځمکې څخه هوا ته ويشتونکي توغندي ښودل کيږي
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulinد بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو
د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو چې د پوتین له نژدې متحدینو څخه دی، د می په ۹مه له پوتین سره د روغبړ پر مهال
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture allianceد مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي
دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مې کلیزه؛ د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي هم په دغه مناسبت د می میاشتې په ۹مه په مسکو کې له پوتین سره وليدل.
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture allianceد سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ
د سربیا ولسمشر، الکساندر ووچیچ هم مسکو ته ورغلی. هغه په سره مېدان کې د پوځي پریټ له پېلیدو مخکې د مراسمو ځای ته وروان دی.
انځور: APد ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو
د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP