1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي د بشر د حقوقو د موضوع د يادولو غوښتنه

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د بشر د حقوقو سازمان، هیومن رایتس واچ د جرمني د حکومت څخه غوښتي دي، چي په مصر کي د جهاني اقلیمي کنفرانس پر مهال د شمالي افریقا په دغه هیواد کي د بشر د حقوقو وضعيت په ښکاره ډول ياد کړي.

Alaa Abdel-Fattah | ägyptischer Aktivist
انځور: Nariman El-Mofty/AP Photo/picture alliance

د دغه سازمان د بشر د حقوقو کارپوهې، کاترینا رال د جرمني د رسنیز تحریر هییت شبکې ته ویلي دي: د دې څخه تشویش موجود دی، چي د مصر حکومت به په شرم الشیخ کي سبا یکشنبه شروع کیدونکي اقلیمي ۲۷ کنفرانس (COP27) د میلمه پال په حیث هغه د دې دپاره استعمال کړي، چي هیواد یې یوه «پرانیستې او زغم درلودونکې ټولنه» معرفي کړي. مصر ته باید د بشر حقوقو ته د احترام او اقلیمي مذاکراتو تر منځ نژدې ارتباط ور تفهیم سي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب