په مصر کي ناکرارۍ دوام لري
۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبهاعلان
په مصر کي د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ وډب تېره شپه هم دوام درلودئ. راپورونه وايي چي په قاهره کي د کورنيو چارو وزارت يوې ودانۍ ته نژدې هم اخ و ډب رامنځ ته سوی دئ. ويل کيږي چي په غوسه سوو احتجاج کوونکو پر پوليسو ډبري اورولي دي. امنيتي چارواکو د احتجاج کوونکو په وړاندي له اوښکي بهونکي گاز څخه کار اخيستی دئ.
د حکومتي تلويزيون په وينا د شنبې په ماښام احتجاج کوونکو د ماليې وزارت يوې ودانۍ ته اور وراچولی دئ. د راپورونو له مخي د مصر په تازه احتجاجونو کي لږ تر لږه ۱۲انسانان وژل سوي دي. دغه احتجاجونه هغه وخت پېل سوه کله چي تېره اونۍ د فوټبال په يوه ميدان کي د اخ و ډب له کبله مرگ ژوبله رامنځ ته سوه.