په مصر کي وضعه لا تر اوسه له تاوتريخوالي ډکه ده
۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبهاعلان
په مصر کي د ولسمشر محمد مرسي د مخاليفينو او پلويانو احتجاجونه په داسي حال کي دوام لري، چي د نوي اساسي قانون شورا غواړي چي ډېر ژر د اساسي قانون پر مسوده باندي رايي ورکړي. د ولسمشر مخاليفینو او پلويانو په راتلونکو وروځو کي د لويو احتجاجونو او اجتماعو اعلانونه کړي دي. د محکمو له خوا د اساسي قانون د شورا احتمالي منحل کېدنه هم ښايي په دغه هيواد کي د نوي تاوتريخوالي سبب وگرځي. د چهار شنبې په ورځ هم په مصر کي د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب روان وو.