په مصر کې به درې میاشتني بېړنی حالت وي
۱۳۹۶ فروردین ۲۱, دوشنبه
د یکشنبې په ورځ په مصر کې پر «قبطي کلیساو» باندي په دوو بمي بریدونو کې ۴۴ کسان ووژل شول او تر سلو ډیر نور ټپیان شول. داعش د دغو پریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، تر پیښې وروسته ویلي دي چې په هیواد کې به درې میاشتني بېړنی حالت وي. دغه اقدام په عمل کې تر پلي کیدو مخکې د پارلمان تائيد ته اړتیا لري.
د یکشنبې ورځې بریدونو په اسکندریه او طنطا ښارونو کې دوې کلیساوې په نخښه کړې. په اسکندریه کې برید ۱۷ کسان ووژل.
د مصر ولسمشر السیسي، تر پیښې وروسته وویل: «دغه برید، به [د مصریانو] اراده پياوړې کړي چې د امنیت، ثبات او هر اړخیزي پراختیا د ښه کولو پر لور حرکت ته دوام ورکړي.»
السیسي همداراز په خپله وینا کې دې موضوع ته هم اشاره وکړه چې ځيني هیوادونه د مصر د ناامنۍ هڅې کوي.
نړیواله غمشریکي
تر برید وروسته نړیوالو له مصر سره غمشریکي وکړه. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل وویل چې بریدکوونکي غواړي د بیلابیلو دینونو د پلویانو تر منځ واټن رامنځته کړي چې هغوی ته باید د دې کار اجازه ور نه کړل شي.
د نړۍ د عیسویانو مشر پاپ فرانسس، به د رواني میاشتي په پای کې مصر ته سفر وکړي، څو له دې هیواد سره خپله اتحاد وښيي.
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر، د فرانسې جمهوررئيس، د ملګرو ملتونو سرمنشي او نورو مشرانو دغه پیښه غندلې ده.