په مصر کې د قدرت پر سر شخړه دوام لري
۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبهاعلان
د مصر د جمهور رئیس محمد مورسي، او د پوځي شورا تر منځ د قدرت پر سر د مبارزې د خبرې په اړه یو وار بیا سترې محکمې خپله پریکړه اعلان کړې ده. دغې محکمې د محمد مورسي هغه فرمان چې پارلمان دې بیرته رامنځته سي، لغوه کړی دئ.
دغه پرېکړه سمدستي پس له هغه وسوه چې وکیلان د یوې غونډې د جوړولو له پاره سره راټول سوي ول چې د پوځي شورا له خوا دغه پريکړه رد کړي.
پوځي شورا پس له هغه پارلمان منحل اعلان کړ، کله چې د مصر سترې محکمې د ټاکنو یوه برخه غیرقانوني وبلله. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، چې په دغه وخت کې په قاهره کی وو، دیموکراسي ته له تاوان رسیدو څخه خبرداری ورکړ. ده د سه شنبې په ورځ له محمد مورسي سره لیدلي وو.