1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د ولسمشرۍ درې ورځني انتخابات پيل شول

۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبه

مصریانو د يکشنبې په ورځ (د دسمبر۱۰مه) د رای ورکونې مرکزونو ته په تلو د خپل راتلونکي ولسمشر له پاره رای اچونه پيل کړه. ولسمشر السیسي او نورو نوماندانو هم خپلې رایه وکارولې. دغه انتخابات به درې ورځې ادامه ولري.

د مصر د انتخاباتو کمیسیون غرمه مهال وويل چې د رای اچونې بهیر په ښه توګه ادامه لري - دغه انتخابات به درې ورځې یعنې تر سه شنبې د دسمبر تر ۱۲مه ادامه ولري
د مصر د انتخاباتو کمیسیون غرمه مهال وويل چې د رای اچونې بهیر په ښه توګه ادامه لري - دغه انتخابات به درې ورځې یعنې تر سه شنبې د دسمبر تر ۱۲مه ادامه ولريانځور: Amr Nabil/AP/picture alliance

د مصر انتخابات په داسې وخت کې پیل شوي چې په ګاونډ غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ جګړه روانه ده او مصر له سخت کورني اقتصادي بحران سره مخ دی.

د یکشنبې په ورځ په پلازمينه کې د رای اچونې ګڼ مرکزونه د مصر پر رنګين بیرغ تزئين شوي ول په داسې حال کې چې له مرکزونو بهر میهني موزیک اورېدل کېده.

دغه انتخابات به د درو ورځو له پاره یعنې تر سه شنبې پورې ادامه ولري. تر ډېره بريده تمه کيږي چې موجوده ولسمشر، عبدالفتاح السيسي به د دغو انتخاباتو ګټونکی شي. السيسي له ۲۰۱۴م کال راهيسې واک چلوي او د اوسنيو انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به د دريم ځل له پاره د مصر ولسمشر شي.

د مصر ولسمشريزو انتخاباتو ته د موجوده ولسمشر، عبدالفتاح السیسي تر څنګ درې نور نوماندان هم ولاړ ديانځور: Amr Nabil/AP Photo/picture alliance

د السیسي تر څنګ درې نور نوماندان هم د مصر د ولسمشرۍ څوکۍ د تصاحب له پاره مبارزه کوي. دغه درې نوماندان دي د سوسيال دموکرات ګوند کيڼ اړخی سیاستوال فرید زهران، د وفد ليبرال ګوند مشر عبدالسند یمامه او د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند موسس حازم عمر دي.

عمر د نوې قاهرې په سیمه کې تر رای ورکونې وروسته وويل: «زه له خلکو غواړم چې ګډون وکړي.» هغه رای ورکونکو ته په اشارې زياته کړه: «زه خوښ یم، کوم څه چې د رای اچونې له مرکزونو بهر وينم.»

د مصر دولتي رسنيو خبر ورکړ چې السيسي نن د قاهرې په ختيځ کې پروت هلیوپلیس ښار کې د رای اچونې يو مرکز ته ولاړ او خپله رایه يې وکاروله، خو څه ېې ونه ويل.

السيسي په مصر کې د لوړ پولي انفلاسيون باوجود، يو ځل بیا یو څه ښکاره ملاتړ ترلاسه کړی. هغه د حماس او اسرائيل جګړې له کبله په ګاونډیو هېوادونو کې له غزې څخه د بېځایه شوو د ځای پر ځای کېدو څخه اندېښنه ښوولې چې اکثریت مصریان هم د هغه له دغو خبرداريو سره همغږي لري.

د مصر موجوده ولسمشر، عبدالفتاح السیسي د رای اچونې پر مهالانځور: Egyptian Presidency Media Office via AP/picture alliance

هغه وايي دا ډول هر مهاجرت د فلسطينیانو ارمان ضعیفولی شي. السيسي همدارنګه داسرائيلاو حماس تر منځ د اکتوبر په ۷مه له پيل شوې جګړې راهیسې خبرداری ورکوي چې د فلسطينيانو بې ځايه کېدلو له امله کېدای شي د مصري سینا نيمه ټاپو په سیمه کې کړکېچ رامنځ ته شي.

د حکومت ملاتړ کونکې رسنيو ښودل چې د مصر په مختلفو سیمو کې خلک د رای اچونې مرکزونو مخې ته ولاړ دي. دوی په خپلو لاسونو کې د عربي نړۍ د دغه مشهور هېواد بیرغونه لیږدول او ښورول.

. کميسیون که څه هم د ګډونوالو مشخص شمېر ونه ښود، خو ويې ويل چې له سهار وختي راهيسې ګڼ شمېر رای اچونکي د رای اچونې مرکزونو ته راغلي ول.

 (dpa)mks/mns

له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب