1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په ملیارډونو انسانان د غاښونو د تکلیف سره ژوند کوي»

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

د صحت د جهاني سازمان د ارقامو په حواله په ملیارډونو انسانان د غاښونو د تکلیف سره ژوند کوي چي دا د نړۍ د نفوسو تقریبأ ۴۵ فیصده تشکیلوي.

Zahnarztpraxis
انځور: Ute Grabowsky/photothek/picture alliance

د تقریبأ ۲،۵ ملیارډه انسانانو غاښونه سوري دي، چینجو خوړلي او یو ملیارډ نور هم د اورۍ تکلیف لري. همدارنگه هر کال حداقل د  ۳۸۰۰۰۰ انسانانو د خولې سرطان تشخیصیږي. ددې یو دلیل دا دی چي ډیرو انسانانو ته د خولې او غاښونو د پاک ساتلو په باب لږ یا هیڅ معلومات ورکول کیږي او د ډیرو کسانو څخه د غاښو ډاکټران لیري دي او یا یې په وسه نه رسیږي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب