1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستموزمبیق

موزمبیق: د کښتۍ ډوبیدو پیښې څه د پاسه ۹۰ تنه وژلي

۱۴۰۳ فروردین ۲۰, دوشنبه

د یوې رسنۍ د رپوټ په حواله د موزمبیق شمالي ساحل ته نیژدې د یوې ډکې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې څه د پاسه ۹۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. رسنیو ویلي چې یاده کښتۍ کې له ۱۳۰ ډیر کسان سپاره ول.

Mosambik | Strand von Nampula
آرشیف:د نامپولا ساحلانځور: Juan Luis Rod/AA/picture alliance

د بې بې سي رسنۍ د یکشنبې په ماښام د موزمبیق د ځایی چارواکو په حواله خبر ورکړی چې نوموړې کښتۍ ښایي د  ۱۳۰ کسانو په لرلو سره  له حده زیاته ډکه وه او ښايي همدا یې دلیل وي. ویل کیږي چی په کښتۍ کی سپاره کسان د لونگا په سیمه کې د کولرا له یوې وبا  څخه په تیښته کې وه او غوښتل یې ځانونه د جنوب ختیځې افریقا ساحل ته نیژدې په یوه ټاپو کې خوندي ځای ته ورسوي.

د دې هیواد په نامپولا ولایت کې د چارواکو یوه استازي د بي بي سي رسنۍ ته ویلي چې یاده کښتۍ له حده زیاته ډکه وه او هغه د دغو سپرلیو د انتقال له پاره مناسبه نه وه او بلاخره ډوبه سوه. د ډوبو سوو کسانو په ډله کې کوچنیان هم شامل دي. د دغه رپوټ له مخې په یاده پیښه کې ۵ کسان ژغورل سوي دي. نوموړې کښتۍ د نامپولا ساحل ته نیژدې د موزبیق ټاپو ته پر لار وه، چې له دغې حادثې سره مخامخ شوه.

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل

01:35

This browser does not support the video element.

GP/KH/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب