اسوشیتد پرس خبري آژانس د حمید الله خان په نوم د یوه ځایي حکومتي چارواکي له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې چاودنه په غلنۍ کې د مومندو ایجنسۍ ادارې مرکز په عمومي دورازه کې سهار وختي شوې ده.
د پاکستاني طالبانو له ډلې څخه یو جلا شوې ډلې جماعت الاحرار، رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
حمیدالله خان چې په دغه ودانۍ کې یې دفتر موقعیت لري ویلي دي چې د ودانۍ دننه د ځایي ادارې د کارکوونکو، ساتونکو کورونه او دفتر موقعیت لري. په غلنۍ کې دغه ادارې ته هره ورځ په سلونو کسان د خپلو کارونو د خلاصولو په موخه ورځي، کوم چې له پيښور څخه ۴۵ کیلومتره وړاندي پروته ده. د حمیدالله خان په خبره د برید په تعقیب ډزې هم شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې له ځانمرگي برید کوونکي سره یو بل وسله وال کس هم وو چې هڅه یې کوله تر چاودنې وروسته ودانۍ ته ورننوځي. خو امنیتي ځواکونو دغه کس ویشتلی دی.
د جماعت الاحرار ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ په لاهور کې د تر سره شوي خونړي برید مسوولیت هم دغې ډلې منلی وو چې پولیس پکښې په نخښه شوي. په لاهور کي برید د اوو پولیسو په گډون ۱۳ تنه ووژل.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
د کویټې چاودنه؛ هر خوا ته مړي، وینه او اوښکې
د پاکستان په کویټه کې یوې چاودنې ۷۰ تنه ووژل او ۱۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل. چاودنه د یوه روغتون مخې ته وشوه. د برید پړه د داعش او جماعت الاحرار ډلو پر غاړه اخیستې. انځور: Getty Images/AFP/B. Khan د چاودنې په پایله کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر وکیلان هم شامل دي. د پیښې د قربانیان خپلوان د روغتون مخې ته راټول شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan د برید پړه د داعش ډلې منلې ده. خو تر دې ډلې څو ساعته مخکې په پاکستان کې فعالې بلې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار هم د دغه برید مسوولیت منلی وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه برید په کلکو ټکو غندلې ده او ویلي یې دي چې د وکیلانو او خبریالانو د ساتنې له پاره دې ژر تر ژره امنیتي تدابیر زیات کړل شي.
انځور: Reuters/Naseer Ahmed د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګتی، تر چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې د وکیلانو او په نښه کولو هڅې شوې ده.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan تر دغې وژونکې چاودنې وروسته د کویټې په ټولو روغتونو کې بیړنۍ حالت اعلان شو. د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې مرګژوبله ډیره لوړه ده.
انځور: Reuters/N. Ahmed پولیسو ویلي دي چې چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د کویټې سول روغتون مخې ته ډیر شمیر وکیلان د همدې ورځې په پیل کې د یوه بل وکل د وژل کیدو پر ضد اعتراض په توګه راټول شوي وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan چاودنې ۷۰ تنه وژلي چې په ډیر شمیر وکیلان هم شامل دي. چاودنې ۱۲۰ تنه نور ټپیان کړي هم دي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل. لومړنۍ څیړنې ښيي چې انفجار د یوه ځانمرګي برید له کبله رامنځ ته شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan