1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ميدان ښار کي پر پوځي اډې موټر بم ۱۲ کسان وژلي

۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي په ميدان ښار کي پر يوې پوځي اډې او د پوليسو د روزني پر مرکز په موټر بم چاودنه کي ۱۲ کسان وژل سوي دي. ويل سوي دي چي د وژل سوو کسانو ډيری امنيتي ځواکونه دي.

Afghanistan Kämpfe in Ghazni
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي اسوشېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ سهار په ميدان ښار کي پر پوځي اډې چي د پوليسو د روزني مرکز هم دی لومړی موټربم چولی او وروسته يې وسله وال يرغل کړی دی.

هغه ويلي دي چي افغان امنيتي ځواکونو دوه وسله وال وژلي دي. رحيمي د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي. خو د ميدان ښار د عامي روغتيا ادارې مشر سالم اصغرخيل ويلي دي چي په دغه بريد کي ۱۲ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ټپيان سوي دي.

هغه ويلي دي چي ځيني ټپيان د ميدان وردگو مرکزي روغتون ته انتقال سوي او ځيني چي ټپونه ئې سخت ول کابل ته لېږدول سوي دي. هغه نه دي ويلي چي څومره ټپيان کابل ته انتقال سوي دي.

د يرغل مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي چي بريد دوی کړی دئ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب