گرد مولر د چهارشنبې په ورځ د آلمان له «پساور نويه پريسه» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «که موږ د افغانستان په اړه چټک غبرگون و نه ښوو، له دغه هيواده به د مهاجرو له يوه بل بهير سره مخامخ سو.»
هغه زياته کړې ده: «هلته په ميليونونو انسانان پلنډي پر شا مهاجرت ته ناست دي. په دغه هيواد کي بايد د ناټو پر نوي ماموريت او د ځواکونو د راايستلو پر سر له سره غور وسي.»
هغه پر اروپايي ټولني ږغ کړی چي د مهاجرو له کړکېچ او تېښتي سره د مبارزې په برخه کي لس ميليارده يورو برابري کړي. هغه زياته کړې ده چي دغه پيسې کيدای سي د «اروپا د پراختيا له صندوقه او له کاونډيو هيوادونو سره د مرستي له صندوقه برابري سي.»
هغه ويلي دي چي له دې پيسو څخه بايد پنځه ميليارده يورو د اروپا په جنوب کي د هغو هيوادونو په اختيار کي ورکړل سي چي مهاجر ورته راځي او پنځه ميليارده بايد کړکېچ څپلو هيوادونو ته ورکړل سي.
د آلمان د پراختيايي چارو وزير گرد مولر ويلي دي: «موږ همدا اوس په ليبنان، اردن او ترکيه کي له مهاجرو سره په ژمي کي د مرستو يوه پاکټ ته اړتيا لرو، چي د اروپايي ټولني کمېسيون مشر ئې وړانديز وکړي او د ټولني د هيوادونو مشران ئې بايد ژر تصويب کړي، چي دا به يو ستر پرمختگ وي.»
هر کال په زرونو انسانان هڅه کوي چې ځانونه اروپا ته ورسوي. هغوی دغه هدف ته د رسیدو له پاره اوږدې لاري پر پښو وهي. حمید سلجوقي یو افغان کډوال دی چې دغه مزل یې وهلی او له هغه یې انڅورونه اخیستي دي.
انځور: privatهغه خپل سفر د افغانستان له سویل څخه پیل کړ. هغه تر ډیرو سختیو وروسته له ترکیې او یونانه تیر شو. له درو شپو او ورځو پر پښو مزل وروسته یې پښې ډیري پړسیدلي دي او نور نه شي کولای چې مزل وکړي.
انځور: privatکډوال د هنګري او صربستان تر منځ د خښتو پخولو په یوه کوره کې پټ دي. پوليس وخت نا وخت دغه سیمې ته راځي او له نویو رارسیدلو کډوالو څخه موبایلونو او پیسي اخلي.
انځور: privatتر شپږو ساعتونو پیاده مزل وروسته، کډوال د یونان یوه کلي ته چې له مقدونيا سره پوله لري، رسیدلي دي. هغوی غواړي چې د شپې له خوا تر سرحد واوړي. دغه ماشوم ټول وخت له نورو کډوالو سره پیاده مزل کړی دی.
انځور: privatهغه کډوال چې پخپله کورنۍ نه لري خو له نورو کورنیو سره یوځای مزل کوي، په لار کې د ماشومانو له لیږدولو سره مرسته کوي. کډوالو باید څو ساعته د اورګادي پر دغې پټلې باندي مزل کړی وای، څو د مقدونيا تر سرحد تیر شوي وای.
انځور: privatد مقدونيا سرحد ته نژدې د کډوالو د پټیدو ځای. تر پنځو دقیقو وروسته، کډوالو بیا مزل پیل کړ. هغوی باید درې ورځې د اورګاډي پر پټلۍ باندي مزل کړی وای، څو د مقدونيا له پولې تیر شوي وای. پر دې لار ډیر کسان وژل شوي دي.
انځور: privatدلته کډوال له یونان څخه مقدونيا ته د اوښتو په حال کې دي. د کډوالو د دغې ډلې ډیر غړي څو وارې د مقدونيا د پولیسو له خوا نیول شوي او تر وهلو تکولو وروسته بیرته یونان ته استول شوي دي.
انځور: privatپه مقدونيا کې د صربستان پر لور مزل. تر ۷۲ ساعتونو وروسته قاچاقبرو کډوال د هغوی د پټیدو له ځایه راو کښل او بیا یې مزل پیل کړ. هغوی باید تر ترږمۍ مخکې صربستان ته ورسیږي.
انځور: privatقاچاقبر کډوالو ته وایي چې باید تر هغه وخته پوري چې هغه ته په تلیفون کې زنګ را نه شي منتظر پاته شي.
انځور: privatتر څو شپو او ورځو مزل وروسته کډوال مقدونيا ته رسیږي. خو سرحدي پولیس هغوی نیسي او په څو ساعتونو کې یې بیرته د یونان سرحد ته رسوي. کډوال وایي چې پولیس بد سلوک ورسره کوي او په ځینو مواردو کې ښځې هم وهي.
انځور: privatدغې ښځې په ۴۵ ورځو کې درې وارې هڅه کړې ده چې له دې سرحده تیره شي. په ځنګله او ناامنه محیط کې ژوند کول د کورنیو له پاره اسانه کار نه دی. قاچاق وړونکي هغو کسانو ته چې دیرې پیسې لري، ډیره توجه کوي. خو په ځینو مواردو کې بیا پخپله پیسې د کډوالو له پاره ستونزې جوړه وي.
انځور: privatتر درو ساعتونو پیاده مزل وروسته، قاچاق وړونکی کډوالو ته د دمې اجازه ورکوي. کډوال باید لږ تر لږه درې ساعته نور مزل وکړي، څو د صربستان پولې ته ورسیږي.
انځور: privatدا د کډوالو «پنځه ستوری لرونکی» هوټل دی. که څه هم له دغه پله څخه په هرو څو ساعتونو کې یو اورګاډی تیریدی، خو بیا هم له بارانه د پټیدو له پاره دا یوازینی مناسب ځای وو. کډوال د دغه شان ځایونو د نیولو پر سر یو له بل سره نښتې کوي.
انځور: privatهغه کډوال چې له قاچاق وړونکي سره یې دوستي پیل کړې وي او یا یې هغوی ته ډیرې پیسې ورکړي دي، ګرمه او ښه ډوډۍ خوري. دا په مقدونيا کې د کډوالو د پټیدو یو ځای دی.
انځور: privatځوان کډوال هڅه کوي چې دغه اورګاډي پسې ځان وځړوي څو ژر مقدونيا ته ورسیږي. دا ډیر خطرناکه کار دی او ډیر وخت کډوال ژوبلیږي.
انځور: privatهغه کس چې زرغونه کورتۍ یې اغوستې ده د یوې کلیسا کارکوو نکی دی. هغه لومړی کډوالو ته بوټونه او خوراکي مواد ورکړه او بیا یې له هغوی څخه وغوښتل چې افغاني نڅا وکړي.
انځور: privatدغه میرمن چې ویل یې په بې سرحده ډاکټرانو پوري اړه لري، د هغه کس پښه معاینه کوي چې په سړې هوا کې یې پر پښو ډېر مز ل کړی وو.
انځور: privat