1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميليونونو خلکو د نوروز جشن ولمانځه

۱۴۰۳ فروردین ۱, چهارشنبه

د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي خلکو ته د نوي لمریز کال د پېليدو او د نوروز د جشن مبارکي ویلې ده. د ايران مشرانو بيا د نوروز په مناسبت د هېواد د اقتصادي مشکلاتو په هکله خبرې کړي دي.

آرشيف انځور: په کابل کې د نوروز جشن
آرشيف انځور: په کابل کې د نوروز جشنانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

 په مختلفونو هېوادونو کې په میليونونو خلکو د چهار شنبې په ورځ د حمل میاشتې لومړۍ نيټه، د ۱۴۰۳ لمریز کال او نوروز جشن لمانځلی دی. په افغانستان کې که څه هم چې د طالبانو له واکمنيدو راهېسې دا جشن په رسمی توګه نه لمانځل کيږي خو يو شمیر خلک په شخصي توګه دا ورځ لمانځي.

 د نوروز لمانځنه په ايران، افغانستان، په کرد ميشته سيمو او د مرکزي آسيا په ځينو هېوادونو کې کيږي.

په ايران کې دا جشن د شديد اقتصادي بحران تر سيوري لاندې راغلی دی. د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي، د نوروز په مناسبت په خپله وينا کې د اقتصادي مشکلاتو څخه خبره وکړه. د هغو نړيوالو بندیزونو په نظر کې نيولو  سره چې په تېرو څو لسیزو کې په ځانګړي توګه د دغه هېواد د لانجمن اتومي پروګرام او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په دليل وضع شوي دي، ايران له اقتصادي پلوه تر سخت فشار لاندې دی.

په ۲۰۱۰م کال کې نوروز د بشري تمدن د تر ټولو زوړ جشن په توګه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ثبت شو. په همدې کال کې نوروز د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او زده کړو د سازمان «يونسکو» له خوا د نړيوال ميراث په توګه هم ثبت شو.

نوروز: د پسرلې د پیل رنګین جشن

01:48

This browser does not support the video element.

ملګرو ملتونو د نوروز په اړه د دغه سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له قوله ليکلي: «د سترو ننګونو په دې عصر کې نوروز ديالوګ، ښه ګاونډيتوب او پخلاينه تقويه کوي.»

په افغانستان کې د نورزو غير رسمی جشنونه

په افغانستان کې د طالبانو په دويم ځل تر واکمنيدو د مخه تل د رسمي مراسمو په ترسره کیدو سره نوروز او نوی لمریز کال تجليل کیده او د حمل مياشتې لومړۍ ورځ به عمومي رخصتي وه. د نوروز اصلي مراسم په مزار شريف ښار کې د سخي د جنډې په پورته کولو سره ترسره کيدل چې حکومتي چارواکو او بهرنيو ميلمنو به پکې برخه اخیستله.

خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو په دويم ځل له واکمنېدو راهېسې دا ډول جشنونه نور په رسمي توګه نه لمانځل کيږي. طالبانو د نوي کال رخصتي هم حذف کړې او ويلي یې دي چې د نوروز جشن يو غير اسلامي دود دی خو د خلکو له خوا د دې ورځې لمانځل زغمي.

پر دې وضعيت سربیره هم سږ کال د کابل ښار په سخي زيارت کې د سخې د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره شول. په ويډيوګانو کې ليدل کيږي چې ډېر شمیر کسانو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.

دا چې سږ کال نوروز په رمضان میاشت کې برابر شوی دی نو انتظار کیږي چې ځيني خلک به نوروز په خپلو کورونو کې دننه تر روژه ماتي وروسته ولمانځي.  

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې ده او د فيسبوک په خپله پاڼه کې یې د پيغام په نشرولو سره نوروز په افغانستان کې د يوه نيک او زاړه رسم يادول بللي دي.

د افغانستان يوه بل پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، هم په ايکس شبکه کې د روژې مياشتې او نوروز جشن په مناسبت د يوه پوست په نشرولو سره افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ويلې ده.

نوموړي پخپل دې پېغام کې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومولو ته په اشارې سره ويلي چې تر زرو ډېرې ورځې وشوې چې افغان نجونې او ښځې له تحصيل څخه بې برخې دي. اشرف غني نړيواله انزوا او په افغانستان کې دننه د نظام عدم مشروعيت اصلي مسئله وبلله.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما په ايکس شبکه کې د يوه پیغام په نشرولو سره ویلي دي چې له هغو افغانانو سره ځان تړلی بولي چې نوروز او د سپرلي پېل د يوه سوله ایز، باثباته او آباد افغانستان له پاره د خپلو هیلو د تازه کولو د وخت په توګه لمانځي.

ب. ص/ س. ر (DPA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل