1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ميلیونو کډوال د سختي یخنۍ له گواښ سره مخامخ دي»

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۲۰, سه‌شنبه

په سوریې کې په سلونو زره بیرته ستنیدونکي بریښنا او اوبو ته سم لاس رسی نه لري. له ایران او پاکستان څخه اخراج سوي افغانان له سختو ستونزو سره مخامخ دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري غواړي د ژمي مرستو ته تیاری ونیسي.

د ملگرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنري خبرداری ورکوي چې په میلیونو کډوال د سختې یخنۍ له گواښ سره مخامخ دي.
آرشیف: په لبنان کې سوریایی کډوال د ژمي په سخته یخنۍ کې انځور: AFP/Getty Images

په ټوله نړۍ کې په میلیونو کډوال او بې ځایه سوي کسان په شمالي نیمه کره کې د تودو جامو، کمپلو، بخارۍ او دارو درملو پرته د ژمي له پاره د تیاري په حال کې دي. د ملگرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ (UNHCR) په ژنیو کې رپوټ ورکړی دی چې  له آلمان، امریکا متحده ایالاتو او نورو ډیریو هیوادونو له خوا د مرستي له سخت کمښت له امله،  نوموړی سازمان نه سي کولای د تیرو ژمیو په شان مرستې ترسره کړي.

اړوند:هِلپ سازمان په ژمي کي اړمنو افغانانو ته د مرستي زیاتولو غوښتنه کړې

د ملگرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنري اوس غواړي خصوصي مرستندویان وهڅوي، ترڅو تر یو ځایه پورې د دولتي مرستو کمښت جبران کړي. هغوی د لږترلږه ۳۵ میلیونو ډالرو( ۳۰ میلیونه یورو) په هدف سره د بسپنې د راټولولو غوښتنه پیل کړه.

دغه پیسې به د بمباريسوو کورونو د ترمیم او عایق بندیو له پاره وکارول سي. کورنۍ باید کمپلې او همدارنگه د دارو درملو او خوراک له پاره پیسې ترلاسه کړي.

په مولداوي کې د یوه مهاجر کوچني له پاره د کالیو بیه ۸۲ یورو ده

د ۲۶ یورو معادل په بدل کې، په افغانستان کې یوې کورنۍ ته د تودوخې له پاره دودیزه بخارۍ ورکول کیدای سي. په مولداوي کې د کډوالو یوه ماشوم ته د ۸۲ یورو په بدل کې د ژمي جامې ورکول کیدای سي. په لبنان کې یوه کورنۍ کولای سي  د ۱۰۴ یورو په بدل کې خپل کور په ژمنیو وسایلو سمبال کړي.

په اوکراین کې باید له هغو ډیرو انسانانو سره مرسته وسي چې په جگړه کې له څلورم ژمي سره چې ډېر وخت تر منفي شلو درجو پورې وي، مخامخ دي. همدارنگه له هغو څه د پاسه دوو میلیونو افغانانو سره هم چې پاکستان او ایران خپلو ټاټوبو ته اخراج کړي دي. همدارنگه هغه سوریایان باید هم مرستې ترلاسه کړي چې د ۲۰۲۴م کال په دسمبر کې د اسد رژیم له راپرځیدو وروسته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي، خو هلته له نړیدلو کورونو، نیمگړو زیربناوو لکه اوبو او برېښنا سره مخامخ سوي دي. 

د نوموړي سازمان په حواله په اوکراین کې څه د پاسه ۱۲ میلیونه انسانان مرستو ته اړتیا لري. دغه مرستندویه سازمان په اوس وخت کې د نغدو پیسو، مرکزگرمیو، جنراتورونو او برېښنا د ذخیره کولو د وسایلو په ورکولو سره د څه ناڅه ۴۰۰ زرو کسانو ملاتړ کوي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري خبرداری ورکوي: «روسي بریدونو په تیره بیا زیربناوي په نښه کړي دي، چې له امله یې د بریښنا، گاز او اوبو رسول یې له خنډ سره مخامخ کړي دي.» په تیره بیا د جبهو کرښو ته نیژدې انسانان سخت اغیزمن کیږي.

ژمۍ او افغانستان کې د بې وزلو اندیښنې

03:20

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب