په ميکسيکو کي د نوي ولسمشر پر ضد احتجاجونه وسول
۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبهاعلان
د ميکسيکو د ولسمشر په توگه د اداري انقلاب د گوند د کانديد انرکې پېنا نيتو، د ټاکل کېدو پر ضد په دغه هيواد کي احتجاجونه سوي دي. په دې ترڅ کي د ميکسيکو په ښار کي په لسگونو زرو انسانانو په يوه احتجاج کي برخه واخيسته. احتجاج کوونکو په خپلو نعرو کي پر نوي ولسمشر تورونه لگول چي د ډاليو په بدل کي ئې زياتي رايي رانيولي دي.
د دې تر څنگ په نوي ولسمشر تور دئ چي د هيواد دوو مهمو تلويزيونونو ته ئې بډي ورکړي وې تر څو د هغه په حق کي خپرونې وکړي. د هيواد د ټاکنو کميسيون په ټاکنو کي د درغليو د تورونو وروسته د رايو د بيا شمېرلو حکم ورکړی وو. د دويمې شمېرنې وروسته هم پېنا نيتو بريالی اعلان سوی وو.