1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مکسيکو کي د ښځو وژني په تور د ۶۹۷کاله بند سزا

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۹, جمعه

د مکسيکو يوې محکمې پنځه نارينه د ۱۱ ښځو د وژلو په تور په ۶۹۷کاله بند او لسونو زرو ډلرو جريمې ورکولو محکوم کړل. ويل کيږي چي دغو کسانو ښځي بدلمنۍ ته مجبوره کولې او وروسته ئې وژلې.

انځور: picture-alliance/epa/Guadalupe Perez

د مکسيکو په شمالي ښار «سيوداد خوارس» کي ۲۲ کاله ښځي يو په بلي پسي ورکېدلې او وژل کېدلې. پوليس تر پايه بريالي نه سول چي تاقلان ئې پيدا کړي.

دغه ښار چي د امريکا د تگزاس ايالت له «ال پاسو» ښار سره سرحد لري له ۱۹۹۳م راهيسي پکښې نزدې ۱۰۰ ښځي ورکي سوي او وژل سوي دي.

په دغه ښار کي د ورکو سوو ښځو په اړه ارقام بېلابېل دي. رسمي ادارې د ۷۰۰ ورکو سوو ښځو خبره کوي خو غير دولتي موسسې بيا وايي چي په زرونو ښځي ورکي سوي دي.

د ۲۰۰۴م کال په وروستيو کي داسي فکر کېدی چي په دغه ښار کي د ښځو قاتل يا جلادانو خپل فعاليت پرې ايښی دئ او پوليس تر پايه په دې بريالي نه سول چي د دغه ځينځيري قتلونو پل پيدا کړي.

اوس د مکسيکو قضايي قوې د ۱۱ ښځو د وژلو په تور د پنځو نارينه وو د زنداني کولو حکوم کړی دئ. ويل کيږي چي د دوی دوسيه د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۵م کلونو ترمنځ قتلونو سره اړه نه لري.

نوي قتلونه، نوی حکم

د سيوداد خوراس ښار محکمې دوې ورځي دمخه د ۱۱ ښځو د وژل او انسان تښتولو په تور پنځه تنه نارينه د ۶۹۷ کالو سزا او د قربانيانو کورنيو ته د ۵۵۰ زره ډالرو جريمې په ورکولو محکوم کړل.

دغه کسان په دې تورن سوي دي چي د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱م کلونو ترمنځ ئې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پوري نجوني او ښځي د دندو په پلمه جذبولې او وروسته ئې تښتولې او بدلمنۍ ته ئې مجبوره کولې.

د اسنادو له مخي دغه تورن کسان د «کارتل خوارس» په نوم يوې وسله والي ماقيايي ډلي غړي ول چي ښځي به ئې په هوټلو او د ښار په محبس کي بدلمنيو ته مجبوره کولې.

دغه ښځي چي نومونه ئې له پوليسو سره د وروکو سوو ښځو په ليست کي ول، په غير قانوني توگه زندان ته قاچاقېدلې او هلته به ئې مخدر مواد پلورل.

ويل کيږي هغو ښځو چي به نور دا کار نه کاوه يا به ئې له بدلمنۍ څخه سرغړاوه، دغو نارينه وو به وژلې. دوی به بيا دغه ښځي د ښار په ۴۰ کيلومترۍ کي ښځولې. اوس پوليس بريالي سوي دي چي د وژل سوو ښځو د جسدونو پاته سوي هم پيدا کړي.

دا په مکسيکو کي د ښځي وژني په برخه کي په تاريخ کي د تر ټولو اوږده بند حکم دئ. د آلمان د «تاگس څايتونگ» ورځپاڼي د راپور له مخي په مکسيکو کي د دغه خبر تر خپرېدو وروسته د ښځو د حقونو فعالانو خوښي ښوولې او دا ئې يوه «تاريخي پريکړه» بللې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل