مکسيکو: اورښتونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی
۱۴۰۴ مهر ۲۱, دوشنبه
په مکسیکو کې له سختو بارانونو وروسته د مړه سویو کسانو شمیر او د ژوندي پاته سویو کسانو ناهیلي مخ په زیاتیدو ده. لکه څنگه چې ددغه هیواد حکومت خبر ورکړی دی، تر اوسه پورې لږترلږه ۴۷ جسدونه راایستل سوي دي او ۳۸ کسان لادرکه دي. د شاوخوا ۲۶۰ سيمو اړیکې له بهرنۍ نړۍ سره قطع سوي ، په لسونو زره کورونه په خټو او ویجاړیو کې ډوب سوي دي.
د مکسیکو ولسمشره، کلودیا شاینباوم د ویراکروز د ایالت په ختیځ، سېلاب ځپلي ښار روزاریکا کې د خلکو له اعتراضونو سره مخامخ سوه. اغیزمن سویو کسانو له چارواکو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کوله. شاینباوم وروسته د یوه ویډیویی پیغام له لارې وویل: «موږ پوهیږو چې ډیره ناهیلي او مایوسي موجوده ده. موږ به د ټولو شیانو غم وخورو.»
په لسونو زره کسان بریښنا نه لري
له سیلابونو ډکو سیندونو څپو ډېری سړکونه او پلونه زیانمن کړي دي. د ونو د چپه کیدو او مځکې ښویېدو له امله گڼ شمېر سړکونه تړل سوي دي. د برېښنا د لینونو د غورځېدو له امله لسونه زره انسانان له برېښنا څخه بې برخې دي.
په تیرو څو ورځو کې سخت بارانونه، د نورو ترڅنگ، په ارام سمندر کې د "پریسیلا" او "ریمونډ" په نوم استوایی طوفانونو او همدارنگه د مکسیکو په خلیج کې د هوا د پدیدې له امله رامنځته سوي دي. د ویراکروز، پویبلا، هیدالگو، سان لوئس پوټوسي او کویریټارو ایالتونه، چې د هیواد په مرکز یا په ختیځ کې موقعیت لري، په ځانگړي ډول سخت اغیزمن سوي دي.