په مکسیکو کې نوی ولسمشر وټاکل شو
۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبهاعلان
په مکسیکو کې نوی ولسمشر وټاکل شو. پر ځایي وخت نیمه شپه فلیپي کالدیورن، د مکسیکو په ښار کې په ملي قصر کې د ولسمشرۍ مقام اینریک پینا نیتو، ته وسپاره. په دې شان د پینا ناتو گوند د دولس کلونو وروسته په دې وتوانید چې قدرت ته ورسیږي.
په پام کې ده چې پینا نیتو به د ورځې په اوږدو کې د دغه هیواد په کانگریس کې د خپلې څوکۍ لوړه وکړي. پینا نیتو د یو شمیر ډیرو اجتماعي او اقتصادي اصلاحاتو اعلان کړی دی، خو د هغې عملي کول په پارلمان کې د مخالفینو په رایې پورې تړلي دي. د نوي ولسمشر مخالفینو په همدې ورځ د مکسیکو په ښار کې د احتجاجونو د تر سره کولو اعلان کړی دی.