څارنوالۍ د شنبې (د نومبر میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ ویلي دي چې دغه برید د زراعتي ځمکو د مالکانو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې شوی دی. دغه موټر دمکسیکو هیواد د اواکساکا ایالت په نوخیکسلنډ سیمه کې له کمین سره مخامخ شوی دی.
په دغه لارۍ موټر کې له سپرو کسانو څخه نهه تنه یې چې له ګاونډي ښار څخه راتلل، ځای پر ځای وژل شوي دي. د درو ښځو په ګډون څلور تنه نور چې ټپیان ول، روغتون ته انتقال شوي دي.
د څارنوالۍ له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د بریدکوونکو د هویت معلومولو له پاره یې تحقیقات پيل کړي دي.
دا یوازې په څو ورځو کې دننه په اواکساکا کې دویم برید دی چې د کرنیزو ځمکو د مالکیت پر سر د شخړې په پایله کې صورت نیسي.
د چهارشنبې په ورځ دې ته په ورته یوه بله پيښه کې پنځه تنه وژل شوي وو. په وژل شوو کې دوه تنه پولیس او دوه تنه د ښاروالۍ مامورین شامل ول. د لسیزو راهیسې په مکسیکو کې د زراعتي ځمکو پر سر شخړې روانې دي، په ځانګړي توګه په سویلي بومي سیمو کې.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص
د کوم هیواد څومره وګړي په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي؟
د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۲۰م کال کې له خپلو هیوادونو څخه د مهاجر شوو کسانو شمیر تر۲۷۲ میلیونه اوښتی دی. د انځورونو په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ چې تر ټولو زیات د کوم هیواد خلک مهاجر شوي دي.
انځور: AFPد ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د روان میلادي کال تر اوایلو پورې شا او خوا ۱۸ میلیونه هندي اتباع د خپل هیواد څخه د باندې په نورو هیوادونو کې اوسیدل. زیاتره هندوستانیان په امریکا متحده ایالات، کاناډا، بریتانیا او په خلیجي هیوادونو کې دي. په ۲۰۰۰م کال کې په بهرنیو هیوادونو کې د هندي اتباعو شمیر اته میلیونه وو او په نړیواله کچه دریم هیواد وو چې ډیر اتباع یې په نورو هیوادونو کې ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jebreiliد لویدیځي امریکا هیواد مکسیکو، شا او خوا ۱۳ میلیونه اتباع په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي چې په دې ترتیب یې په دغه لېست کې دوهم ځای خپل کړی دی. له ۱۹۹۰م کال راهیسې ۴،۴ میلیونه او له ۲۰۰۰م کال راهیسې ۱۲،۴ میلیونه مکسیکویان په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jaramillo Castroله چین څخه هم د خلکو د وتلو لړۍ زیاته شوې ده او د ۲۰۱۹م کال تر دسمبر میاشتې پوري تر ۱۱ میلیونه زیات چینایان په بهرنیو هیوادونو کې اوسیدل او په دې ترتیب د نړیوالې درجه بندۍ له مخې دریم هیواد دی چې اتباع یې نورو هیوادونو ته کډه شوي دي. زیاتره چینایي کډوال په امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، جاپان او آسترالیا کې مېشت دي. په ۱۹۹۰م کال کې له چین څخه د باندې د اوسیدونکو چینایي اتباعو شمیر ۴،۴ میلیونه وو.
انځور: Getty Images/AFP/F. J. Brownپه دغه نړیواله درجه بندۍ کې روسیه څلورم هیواد دی چې تر ۱۰،۵ میلیونه زیات اتباع یې په نورو هیوادونو کې اوسیږي. له روسیې څخه کډه شوي کسان په آلمان، امریکا او پر ځينو اروپایي هیوادونو سربیره د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې مېشت دي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې روسیه په ۲۰۰۰م کال کې د دغه لېست په سره کې او کابو یوولس میلیونه وګړي یې له هیواد دباندې په نورو هیوادونو کې اوسیدل.
انځور: Zentrum Gleiche Kinderله کورنۍ جګړې سره مخامخ د سوریې هیواد اته میلیونه وګړي په نورو هیوادونو کې اوسیدو ته مجبوره شوي دي. د ۱۹۹۰م کال په نړیواله درجه بندۍ کې سوریې ۲۶ مقام درلود، خو په ۲۰۱۱م کال کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو وروسته په سونو زره سوریایان مهاجرت ته اړ شول. د سوریې زیاتره اتباع د ترکیې، اردن او لبنان په څیر ګاونډیو هیوادونو کې اوسیږي خو د آلمان په شمول په ځینو نورو اروپایي هیوادونو کې يې هم شمیر کم نه دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakisبنګله دیش، د ملګرو ملتونو په ترتیب شوي لېست کې شپږم هیواد دی. د وروستیو ارقامو له مخې شا او خوا اته میلیونه بنګالیان په نورو هیوادونو کې مېشت دي. د بنګال اتباع په هند او پاکستان کې هم شته خو په امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او خلیجي هیوادونو ته د تلونکو بنګله دیشي اتباعو شمیر هم زیات شوی دی.
انځور: dapdد پاکستان تر اووه میلیونه زیات اتباع په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي او په دغه لېست کې اووم ځای لري. زیاتره پاکستانیان په خلیجي هیوادونو، بریتانیا او امریکا کې اوسیږي. په ۱۹۹۰م کال کې ۳،۴ میلیونه او د ۲۰۰۵م کال تر پای پورې څه کم څلور میلیونه پاکستانیان په بهرنیو هیوادونو کې اوسیدل.
انځور: Iftikhar Aliد پخواني شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته په نویمه لسیزه کې په نړیواله درجه بندۍ کې اوکران پنځم ځای درلود. خو له هغې راهیسې د اوکرایني اتباعو د مهاجرت په بهیر کې په تدریخي ډول کمښت راغی. خو د اوکراین او روسیې ترمنځ په وروستیو کلونو کې د ترینګلتیا له کبله دغه چاره بیا ګړندۍ شوې. د روان میلادي کال تر پېله شپږ میلیونه اوکرایني اتباع په نورو هیوادونو کې اوسیدل.
انځور: Picture alliance/dpa/Matytsin Valeriyد فلیپین ۵،۷ میلیونه اتباع په نورو هیوادونو کې اوسیږي او په دې ډول یې په دغه لېست کې نهم ځای خپل کړی دی. په ۲۰۰۰م کال کې له هیواد د باندې د فلیپین د اوسیدونکو شمیر درې میلیونه وو. په تیرو ۱۷ کلونو کې د فلیپین زیاتره اتباع د امریکا پر لور تللي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/ F. R. Malasigد افغانستان شا او خوا پنځه میلیونه اتباع په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي او په دغه نړیواله درجه بندۍ کې لسم مقام لري. په ۱۹۹۰م کال کې افغانستان په فهرست کې اووم ځای درلود او ۶،۷ میلیونه اتباع یې په پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کې مېشت وو. خو له ۱۹۵۵م کال راهیسې ډیر شمیر افغانان بیرته خپل ټاټوبي ته ورګرځیدلي دي.
انځور: Amrullah Safi