1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهسعودي عربستان

په مکه کې د سختې ګرمۍ له کبله په سونو حجيان مړه شوي

۱۴۰۳ خرداد ۳۰, چهارشنبه

د حج په ورځو کې په مکه معظمه کې تودوخه تر۵۰ سانتي ګراد درجو هم پورته شوې وه او د چارواکو په حواله تر ۵۵۰ ډېر حجيان مړه شوي دي. چارواکو دا هم ويلي دي چې له ګرمۍ اغیزمن شوي نور تر دوو زرو ډېر کسان تر درملنې لاندې دي.

په سعودي عربستان کې د حج په ورځو کې د سختې ګرمۍ څپه
په سعودي عربستان کې د حج په ورځو کېد سختې ګرمۍ څپهانځور: Rafiq Maqbool/AP Photo/picture alliance

د سعودي عربستان د چارواکو په حواله تر اوسه د حج د مراسمو په ترڅ کې تر ۵۵۰ ډېر حجيان مړه شوي دي. سږ کال د حج په ترڅ کې د مسلمانانو په مقدس ښار مکه معظمه کې تودښت تر ۵۰  سانتي ګراد درجو اوښتی.

دوو عربي ديپلوماتانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې په مړو شويو کې ۳۲۳ مصري وګړي شامل دي چې ډېر یې د سختې ګرمۍ له کبله رامنځته کيدونکو ناروغيو ښکار شوي.

يوه دیپلومات وويل چې «هغوی ټول [مصريان] د ګرمۍ له کبله مړه شوي پرته له يوه کس چې په ټېل ماټېل کې سخت ټپي شوی وو.»

دې دیپلوماتانو وويل چې د مړو شويو دا ټولیزې شميرې د مکې د المعيسم سيمې د يوه روغتون د معلوماتو پر اساس وړاندې شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د شمیرو په حواله تر اوسه له څو هېوادونو څخه د راغلو ۵۷۷ حجيانو مړينه تائيد شوې ده.

دې سفارتي کارکوونکو ویلي دي چې د المعيسم روغتون کې چې د مکې مکرمې تر ټولو ستر روغتون دی، تر پرون ورځې پورې ۵۵۰ جسدونه راټول شوي دي.

تر ټولو ډېر مصريان مړه دي

تر دې دمخه د سه شنبې په ورځ د مصر د بهرنيو چارو وزارت ویلي ول چې حکومت یې د حج په ترڅ کې د لادرکه شويو مصريانو په لټون کې له سعودي چارواکو سره مرسته کوي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت له خوا دا هم ويل شوي چې «ځانګړی شمېر کسان مړه شوي دي» خو له دې څخه دا نه څرګنديږي چې په مړو کې دې د مصريانو شمير تر ټولو ډېر وي.

چارواکو زياته کړې ده چې سږ کال د اردن ۶۰ اتباع هم مړه شوي دي. دا شمير پرون، سه شنبه د عمان له خوا د ورکړل شويو رسمي شميرو څخه په کراتو ډېر دی.

د ګرمۍ له کبله په زرونه حجيان اغیزمن شوي

بل لوري ته سعودي چارواکو د يکشنبې په ورځ ويلي ول چې د ګرمۍ له کبله په بېلا بېلو ناروغيو د اخته څه نا څه ۲۰۰۰ کسانو درملنه روانه ده. خو د يکشنبې ورځې راهېسې دا شمير نه دي تازه شوي.

په سعودي عربستان کې د ترسره شوې يوې څيړنې په حواله چې تېره میاشت خپره شوې وه، د اقليم د بدلون اغیزې پر حج باندې هم په ډېرې چټکۍ سره پرېوځي. په دې څېړنه کې ويل شوي چې په هغه سيمه کې چې د حج مناسک پکې پر ځای کیږي، په يوه لسیزه کې تودوښت د سانتي ګراد ۰،۴ درجو په سرعت سره د لوړېدو په حال کې دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د دوشنبې په ورځ د مکې څخه دباندې په منی سيمه کې حجیانو پر ځانونو اوبه اچولې او رضاکارانو يخ شربتونه او آيس کريمونه ويشل.

د سعودي عربستان چارواکو حجیانو ته د ورځې په ډېر ګرمو برخو کې د چترۍ کارولو او ډېرو اوبو د څښلو لارښوونه کوله.

خو د حج د تر ټولو مهم رکن يعني د عرفات په میدان کې د وقوف په ګډون د يو شمير مناسکو د ادا کولو له پاره بايد حجيان څو ساعته دباندې پاته شي. 

د سعودي چارواکو په حواله سږ کال تقريباً ۱،۸ میليونه کسانو د حج په مراسمو کې ګډون وکړ چې ۱،۶ ميليونه له د نورو ملکونو ورغلي ول.

تېر کال د حج په ترڅ کې د لږ تر لږه ۲۴۰ حجيانو د مړينې خبر ورکړل شوی وو چې اکثريت یې د اندونیزيا وګړي ول.

له سوځوونکې ګرمۍ څرنګه ځان ژغورلی شو؟

03:10

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب