په مکه کې د مړو شمیر ۱۰۷ ته لوړ شو
۱۳۹۴ شهریور ۲۱, شنبهسعودي چارواکو د دغې پیښی لامل د خرابې هوا له کبله یو سخت توپان گڼلی دی. په ټولنیزو شبکو کې د جرثقیل د ټوټو پرچو انځورونه لیدل کیږي. د مکې او مدینې د دوو سترو زیارتونو «حرمینو شریفینو» د چارو رئیس، احمد بن محمد المنصوري د یوې وینا له مخې چې د سعودي عربستان د خبري آژانس له خوا خپره شوې ده، دغه پیښه پرون جمعه د سیمې په وخت له غرمې وروسته ناوختي د یو ډير سخت توپان له امله چې باران ور سره جوخت ؤ، رامنځ ته شوه.
چارواکو تر اوسه پورې نه دې ویلي چې د پیښی قربانیان د کومو هیوادونو اتباع دي، خو داسې ښکاري چې د نړې د مختلفو هیوادونو خلک په کې شامل وي، ځکه د نړې له گوټ گوټ څخه په دې شپو او ورځو کې مسلمانان د حج د مراسمو د ادآء کولو لپاره مکې ته رسیدلي دي. د ایران خبري اژآنس لا مخکې رپوټ ورکړ چې په دغې پیښې کې ۱۵ ایرانیان ټپیان شوي دي.
د سیمې والي شهزاده خالد الفیصل د پیښی د پلټنې لباره امر صادر کړی دی. په دې شپو ورځو کې د اسلام ستر رکن، حج لپاره چې په راتلونکې اونۍ کې پیل کیږي، تیاری روان دی. سعودي چارواکي هڅه کوي چې د ملیونونو مسلمانانو لپاره چې په دغو مراسمو کې گډون کوي، هراړخیز تیاری ونیسي.
په مکه کې د حرم شریف د ساحې د پراخولو لپاره له څو کلونو را په دی خوا ساختماني کارونه دوام لري. د حاجیانو د مصونیت د خوندي ساتنې په خاطر سعودي چارواکو تیرکال ډيرو زیاتو خلکو ته اجازه ور نه کړه چې د حج په مراسمو کې گډون وکړي.
په پام کې ده چې په مکه معظمه کې د حرم شریف ساحه تر ۴۰۰ زره متر مربع پورې پراخه کړای شي ترڅو ۲،۲ ملیون حاجیانو ته په یوه وخت کې د اوسیدو ځاي ممکن وگرځي.
په تیرو کلونو کې هم د حج د مراسمو د اداء کولو په وخت کې ځینې غمجنې پیښې چې له مرگ ژوبلو سره جوختې وې رامنځ ته شوي دي. دغسې پیښې د حج د مختلفو ارکانو په ترځ کې د ازدحام او بی نظمیو له امله رامنځ ته شوي دي. په ۲۰۰۶ کال کې دغسې يوې پیښې په سلونو خلک ووژل .