1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په میلیونونو افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د ماشومانو د ملاتړ یا »سیف دي چلډرن« مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا وبا له کبله اووه میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

Afghanistan Flüchtlingskinder
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې «سیف دي چلډرن» مشر تیموتفي بیشف، ویلي دي: «د ډیری افغانانو له پاره په خپله دغه ویروس یو ګواښ نه دی، بلکې لوږه یو ګواښ دی چې پر ګرځیدو د محدویتونو او خوراکي موادو د تأمین د ځنځیر د ماتیدو په پایله کې رامنځ ته شوې.»

انځور: DW/Q. Adeli

په ځانګړې توګه دغه سازمان په لیرې پرتو سیمو کې د لوږې د احتمالي ګواښ وړاندوینه کوي. د ماشومانو د ساتنې سازمان په وینا د ګرځبندیز له کبله زیاتره هغه کسان چې په ورځني مزد کار کوي نور کوم عاید نه لري او په عین وخت کې د خوراکي توکو بیې ډیرې لوړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) تیره میاشت په یوه رپوټ کې د افغانستان په سترو ښارونو کې د اوړو په بیه کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي څخه یادونه کړې. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې د کرونا وبا تر ۱۴ میلیونو د زیاتو انسانانو د خوراکي مواد تأمینول له خطر سره مخامخ کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب