سږکال د هندوانو دغه جشن او د مسلمانانو روژه په یو وخت کې دي. د یو بل خبر له مخې د پاکستان په یوه علاقه کې خلک روژه او هولي په ګډه لمانځي. دغه ګډ مراسم د پاکستان د سیند ایالت په مټهي ښارګوټي کې ترسره کيږي. ۳۰ کلن هندي سوداګر راجکمار وویل: «دلته ټول دودونه او مناسک په ګډه لمانځل کيږي.» هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «تاسو به دا په هولی جشن کې ووينئ چې مسلمان ځوانان له هندو ځوانانو سره په ګډه هولي لمانځي او پر یو بل رنګونه شيندي.» راجکمار وویل: «حتی تر روژې وروسته د اختر په لمانځه کې د مسجد امام وايي چې مسلمانانو او هندوانو دواړو ته دعاوې وکړئ.»
هولي په هندو اساطيرو او افسانو کې رېښه لري چې د هندوانو خدای کرشنا او د هغه د مېرمن رادها ترمنځ د خدايي مينې او د بیا پېداېښت او د بيا ځوانېدو د وخت په معنی دی.
د هندوستان دودیزه میله هولي په هندو په اساطيرو او افسانو کې رېښه لريانځور: Raj K Raj/Hindustan Times/IMAGO
د هولي په ورځ په ټول هندوستان کې خلک تر ډېره سپين کالي اغوندي او پر یو بل د پوډري رنګونو په شيندلو سره دغه جشن لمانځي.
ماشومان د بامونو سر ته او بالکینونو مخې ته راوځي او له هغه ځای لاندې پر لارو تلونکو خلکو د رنګينو اوبو ډګې پوغۍ راغورځوي.
ځوانان بیا په عامه پارکونو او د سړکونو پر سر له پمپ کوونکو وسیلو استفاده کوي چې رنګينې اوبه پر یو بل ورشيندي. دغه راز په کوڅو او کورونو کې هم خلک د موسیقي په غږولو، نڅاوو او خوښيو سره هولي لمانځي.
اسوشتید پرېس له نوي ډيلي ليکي چې په ځينو برخو کې خلک د رنګونو شیندلو پر ځای پر یو بل ژېړګلۍ، ګلاب او سپين ګلان شيندي یا د هغو اميلونه پر غاړه کوي.
د هندوستان په شرقي ښار احمد آباد کې ګڼ شمېر خلک یوه ستر معبد ته راغلي چې په کې د ګجراتي موسیقي په غږولو، نڅاو او د رنګونو په شيندلو د هولي جشن لمانځي.
د هولي په ورځ په ټول هندوستان کې خلک تر ډېره سپين کالي اغوندي او پر یو بل د پوډري رنګونو په شيندلو سره دغه جشن لمانځيانځور: Santosh Kumar/Hindustan Times/Sipa USA/picture alliance
د هندوانو د دغه جشن یوه لویه برخه خواړه او څښاک تشکيلوي. په دې ورځ د دستفروشانو او دوکاندارانو بازار هم ګرم وي. د دغو دودیزو خوړو له ډلې ېو ېې «تهنډي» دی. دا فریني ته ورته خواړه دي چې له شیدو جوړيږي او پکې هیل او بادام هم ګډيږي.
په څښاکو کې بیا د بهنګ په نوم څښاک معمول دی چې له اوبو او شېدو سره څښکل کيږي. ویل کیږي چې دغه څښاک له هندوییزم او په ځانګړې توګه د هندوانو له مشر شیوا سره تړاو لري. دا د هندوانو په نورو مذهبي مراسمو او جشنونو کې هم څښکل کيږي. د بنګ څښکاک د هندوستان د قوانینو پر اساس مجاز ده او په حکومتي جواز لرونکو دوکانونو کې خرڅيږي.
هند په نړۍ کې د څلورو سترو دينونو ټاټوبی دی، چې له هغې جملې څخه د هندو(هندوئسم) او بوداي (بوديسم) دين دی. د هند کابو ۸۴ سلنه وګړې ځانونه هندوان ګڼي. په عین وخت کې ډېر مسلمانان په هند کې اوسیږې. دغه راز په دې هيواد کې له دوو زرو کلونو راهيسي مسيحان او یهوديان هم ژوند کوي. د هندوانو مليت پالني ته په پام سره ديني او مذهبي لږکۍ ځانونه تر فشار لاندی ګڼي.
انځور: Imago/Indiapicture
ښځه د يوې الهي په توګه
هندوانو د ښځو مقام تر عرش رسولی او حتي ښځه د خدای په توګه ستايي. که څه هم په ورځني ژوند کي له ښځو او نجونو سره چلند د دغه ډول درناوي نخښه نه ده. هند په نړۍ کې د ښځو او نجونو له پاره يو له خطرناکو هيوادونو څخه ګڼل کيږې. د دولت معلوماتو له مخي په هره دقیقه کي پر يوې ښځي باندي تيری کيږي. هند يو ميلیارد او ۳۵۳ ميليونه نفوس لري او کابو ۴۸ سلنه يې ښځې دي.
انځور: Save The Children India
مقدسه غوا
د هندوانو په مذهب کي غوا مقدسه ده، خو خدای نه ګڼل کيږې. غوا د هندوانو په اسطورپيژندنه کې له ځينو خدایانو لکه کرشنا سره خپلوي لري. د هندوانو په باور کرشنا د زمکي پر مخ د خدای تعالې د حاصلخيزۍ يوه بيلګه ده. هندوان د غوا يا غوايي غوښي نه خوري، خو شيدې يې څښي.
(نماستي) په هند کي يو دوديز لفظ دی چې د سلام او هرکلي له پاره ويل کيږې. دغه کلمه د سانسکريت په ژبه کي تقريبا په دي معنا ده: «هغه لږ ذره خدای چې په ما کي دی هغه لږ ذره خدای ته چي په تا کې دی درناوی کوي» نماستې کلمه هم د سلام او هم خدای په آمانۍ په وخت کې ویل کيږې. د نماستې ويلو له پاره دود دی چې د سينې مخې ته د دواړه لاسونو ورغوي سره يو ځای کوي.
انځور: Nishant Aneja/Pexels
په هند کي درې مهم څيزونه
ستورو پيژندنه او طالع ليدنه، بالیوود او کريکټ په هند کي ډير اهميت لري. کارپوهان په دي اند دي چې مذهب، هندي فلمونه او کريکټ لوبه هغه دري ګوني ريښتنې مثلث دی چې د هند د خلکو زړونه پر درزا راولي. په انترنت کي تر ټولو ډير مطالب دغه دريو موضوعګانو ته ځانګړي شوي وي.
انځور: Getty Images/AFP/W. West
د واده شویو ښځو نخښه
بیندي يا خال، غاړه کۍ، لاسبند او د شنګرف پوډر(سولفيد جيوه) هغه نخښې دي چې ډير کله واده شوي هندي ښځې ترينه ګټه اخلي. دوي په دي عقيده دي چې د شنګرف پوډر پر بدن خاص اغيز لري او له هغې څخه يو هم د ويني فشار تنظيموي او جنسي ځواک پياوړي کوې.
انځور: Tumpa Mondal/picture-alliance/Photoshot
هندي ودونه
د واده ورځي ټاکل ډير کله راهبان، ستورې پيژندونکو او طالع کتونکو ته سپارل کيږې تر څو واده په بختوره ورځ ترسره شي. کورنۍ هم دا ارزوي چې په راتلونکي کي د ښځي او نارينه طالع د ستورو پيژندنې له نظره له يو بل سره جوړ راځي او که نه. د هندوانو ودونه ډيري ورځې دوام کوي او زيات دودونه پکي شامل دي.
انځور: Orhan Cicek/Anadolu Agency/picture-alliance