1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناروې کي يوه بريد کوونکي پنځه تنه په غشي او لیندۍ وژلي

۱۴۰۰ مهر ۲۲, پنجشنبه

په ناروې کي یوه بریدکوونکي د غشي په ویشتلو سره ۵ کسان وژلي او دوه تنه نور یې زخمیان کړي. پولیسو په ټولنیزو رسنیو کي د جعلي خبرونو د خپریدو د مخنیوي له پاره د هغه په اړه لومړني معلومات خپاره کړي.

Norwegen | Angriff mit Pfeil und Bogen in Kongsberg
انځور: Hakon Mosvold Larsen/NTB Scanpix/AP/picture alliance

د ناروې د پولیسو د سرچینو په حواله ، یوه ۳۷ کلن ډنمارکي د ناروې پایتخت اوسلو په جنوب لویدیځ ښارگوټي، کانگسبرگ کي د غشي او لیندۍ په ویشتلو سره خپل پر شاوخوا پنځه تنه وژلي او دوه تنه نور یې زخمیان کړي دي. بریدکوونکی د پولیسو له خوا نیول سوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخي هغه په یوازي سر دغه برید ترسره کړی او پر بل چا باندي ددغي پیښي د رامنځته کیدو شک نه کیږي. د ناروې پولیسو همدارنگه د ترهګرۍ احتمال هم نه دی رد کړی.

د پولیسو په اعلامیه کي راغلي چي ددغي پیښې په تړاو د جعلي خبرونو د خپریدو څخه د مخنیوي له پاره یې ددغه کس په اړه لومړني معلومات خپاره کړي دي.

ددغو سرچینو په حواله په دې اړه د جعلي خبرونو خپرول څو تنه هغه کسان اندیښمن کړي چي ددغي پیښې سره یې هیڅ ډول تړاو نه درلود.

انځور: Terje Pedersen/NTB/AP/picture alliance

د پولیسو د معلوماتو تر خپریدو مخکي د »ټي وي ۲« تلویزیوني شبکې رپوټ ورکړی وو چي شکمن کس مسلمان سوی او ښایی له ډیره وخته یې صحي مشکل درلود. خو د ناروې رسمي ادارو دغه رپوټ نه دی تأیید کړی.

د پولیسو ویاند، آیویند آس، چهار شنبه د شپې ناوخته په یوې مطبوعاتي غونډه کی وویل:«د پیښي په پام کي نیولو سره، طبیعي خبره ده چی پلټنه باید وکړو چی آیا هغه یو ترهگري برید وو او که څنګه.»ناروې: پر مسجد بريدګر په ۲۱کاله بند محکوم سو

د پولیسو د رپوټ له مخي، بریدکوونکي د چارشنبه په ماښام شاخوا شپږ نیمو بجو د کانگسبرگ د ښار په مرکز کي پر خلکو برید وکړ. نوموړی برید کوونکی ۱۵ دقیقې وروسته تر دغه برید د پولیسو له خوا ونیول سو. د «ټي وي ۲» د شبکې د رپوټ له مخي نوموړي بریدکوونکي پر غشي او لیندۍ سربیره وسله هم له ځانه سره درلوده.

د ناروې د پولیسو لوړپوړو چارواکو امر کړی چي ددغه هیواد ټولو پولیسو ته دي وسلې ورکول سي. معمولاً د ناروې اکثره پولیس وسلې نه لري. همدارنگه ددغه هیواد د رسمي سرچینو له مخي د ناروې استخبارات هم تر دغي پیښي وروسته د تیارسی په حال کي دي.

ګ. پ/ ب. ص (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب