1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناټو کي د فنلند او سوېډن د غړي کیدو پروسه پېل سوه

۱۴۰۱ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د شمالي اټلانټک تړون ناټو استازو په دغه تړون کي د فنلند او سوېډن هيوادونو د غړيتوب پروسه د اړوند پروټوکول په لاسليک کولو سره پېل کړه.

NATO unterzeichnet Beitrittsprotokolle für Finnland und Schweden
د سويډن د باندنيو چارو وزيره انه لينده، د ناټو عمومي مشر ينس شټولټنبېرگ او فلندی خارجه وزير پيکا هاويستوانځور: Kenzo Tribouillard/AFP

د فنلند او سوېډن هيواد په نظامي توګه د اوږدمهاله بې طرفۍ وروسته اوس د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو پر لاره روان سوي دي. په بروکسل کي د ناټو د ۳۰ هيوادونو استازو د اړين پروټوکول په لاسليکولو سره د دواړو يادو هيوادونو د غړيتوب پروسه په رسمي توګه پېل کړه. د ناټو عمومي منشي ينس شټولټنبېرګ وويل: «دا د فنلانډ او سوېډن لپاره او په همدې راز د ناټو لپاره يوه ښه ورځ ده.»

ښټولټنبیرګ زياته کړه چي باور لري چي د ناټو دغه پراخېدنه به دغه تړون لا قوي کړي او د اروپايي انټلانټک سيمي د لا بهتر امنيت لامل به سي.

د اړوند پروټوکول د لاسليک کېدلو وروسته اوس بايد د ناټو د ټولو غړو هيوادونو له خوا د فنلند او سوېډن غړيتوب جلا جلا تصويب سي. د فنلند د بهرنیو چارو وزير پېکا هاويستو، وويل چي هيله لري چي هيواد به يې ژر د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي.

د غړي کېدنې دغه پروسه ښايي څو مياشتي وخت ونيسي. خو د آلمان حکومت غواړي چي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۸مه) اړونده پروټوکول پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندي کړي. له دې مخکي پلان نيول سوی چي د چهارشنبې په ورځ لا په پارلمان کي د اړونده پروسې لپاره د وخت ټاکلو درخواست وړاندي سي. که د آلمان پارلمان د جمعې په ورځ دغه پروټوکول تصويب کړي نو ښايي په همدغه ورځ لا د آلمان د ايالتونو شورا بنډسټاګ پر دغه بحث او فيصله وکړي.

له ۷۵ فيصدو څخه زيات فنلنديان د ناټو د غړيتوب په حق کي دي

په سوېډن او فنلاند کي د ولس اکثريت له لسيزو راهيسي په ناټو کي د دغو هيوادونو د غړيتوب مخالفت کاوه. خو له کوم وخت راهيسي چي روسيې د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراين جګړه پېل کړې ده، په زياته په فنلند کي فکر اوښتی دی. دا په داسي حال کي چي فنلند د روسيې سره ۱۳۰۰ کلومتره اوږده پوله لري. په داسي حال کي چي په تيرو شلو کلو کي په نظر پوښتنو کي د ۲۰ او ۳۰ فيصدو تر منځ د فنلند او سوېډن وګړو د ناټو د غړيتوب پلوي کوله، اوس په فنلند کي څه باندي ۷۵ فيصده وګړي د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو پلوي کوي.

فنلند او سوېډن د می په مياشت کي د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره درخواستونه جمع کړي ول. ناټو تېره اونۍ په خپله سرمشريزه کي چي د هسپانيې په مادريد کي دايره سوه، د فنلاند او سوېډن ته د غړيتوب ورکولو پروسه پېل کړه.

خو د فنلند او سوېډن د درخواست جمع کولو سره سم د ناټو د غړي هيواد ترکيې ولسمشر رجب اردوغان، په ناټو کي د دغو هيوادونو د غړيتوب سره خپل مخالفت وښود. اوس انقرې ويلي چي د ترکيې، فنلند او سوېډن تر منځ د يو درې اړخيز تړون وروسته د ترکيې مرکزي غوښتنو ته جواب ويل سوی دی.

آ./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل