په نایجیریا کې ترهګریزو بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۶ مرداد ۲۵, چهارشنبهد ولسي دفاعې واحدونو یوه استازي ویلي دي چې یو شمیر ځانمرګي برید کوونکو د کوندوګا، سیمې په عامه ځایونو کې ځانونه الوزولي دي. ژغورونکي ډلې له نیمایي څخه د زیاتو ټپیانو وضعیت کړکیچن بولي. ویل شوي دي چې په لومړي سر کې دوو ښځو په یوه مشهور مارکیټ کې ځانمرګی برید کړی دی. د ژغورونکو ډلو چارې د شپي تر نیمایي پورې ادامه لرله. زیاته شوې ده چې د سه شنبې په ماښام د دوو نورو ترهګرو له لوري چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړل شوی دی.
مرستندویه کسان د کډوالو پر یوه کمپ باندې د برید خبره کوي. د ملکي خلکو د ساتنې ادارې یوه کارکوونکي چې دغه ځای ته څیرمې له مادوګوري سیمې څخه کوندوګا ته د پوځ د موټرو په کتار کې سفر کړی، وضعیت ډیر خراب بللی دی. د هغه په خبره «هر څه له وینو ډک وو.» پر دې سربیره د پوځ د موټرو پر کتار باندې هم برید شوی دی.
کوندوګا له مادوګوري څخه د شا او خوا ۲۵ کیلومتر په واټن کې موقعیت لري. مادوګوري د بورنو ایالت مرکز دی. دغه ټوله سیمه له یوه وخت راهیسې د تندلارې ډلې بوکو حرام د بریدونو هدف دی. لا تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.
د بوکو حرام، ډله له ۲۰۰۹م کال راهیسې د دغه هیواد په شمال ختیځ کې چې زیاتره اوسیدونکي يې مسلمانان دي فعاله ده. دغې ډلې پر نورو سربیره پر پولیسو، اردو، کلیساوو او ښوونځیو باندې بریدونه تر سره کړي دي. د دغې شخړې په ترڅ کې تر اوسه له ۲۰۰۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲،۶ میلیونه کسانه خپلو ټاټوبو پریښوولو ته اړ شوي دي.