په نایجیریا کې له تښتول سوو زده کوونکو څخه ۱۰۰ تنه آزاد سول
۱۴۰۴ آذر ۱۷, دوشنبه
په نایجیریا کې د ملگرو ملتونو د سازمان سرچینو د یکشنبې په ورځ وویل چې آزاد کړای سوي زده کوونکي د نایجیریا پایتخت، ابوجا ته رسیدلي دي او په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ۸مه) د نیجیر په ایالت کې د سیمه ایز حکومت استازو ته وسپارل سي.
سیمه ایزو رسنیو هم رپوټ ورکړي دی چې دغه کوچنیان آزاد کړای سوي دي. خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې هغوی د انسان تښتوونکو له خوا او که د پوځي ځواکونو د هلو ځلو په ترڅ کې آزاد سوي دي. دا هم معلومه نه ده چې کومه ډله ددغې انسان تښتونې مسؤله ده.
د دغه ښوونځي د څه ناڅه ۱۶۵ هغو زده کوونکو او کارکوونکو برخلیک چې گومان کیږي لاهم د انسان تښتوونکو په بندیگرت کې وي، تر اوسه پورې معلوم نه دی.
د سنت مري له یوه لیلیه مکتب څخه په مجموعي ډول ۳۱۵ تښتول سوو زده کوونکو څخه، شاوخوا ۵۰ تنو یې وکولای سول له تښتونې لږ وروسته وتښتي. تښتول سوي زده کوونکي د اتو او اتلسو کلونو ترمنځ عمرونه لري.
له کلونو راهیسې جرمي وسله والې ډلې په شمال لویدیځ کې کلیوالو سیمو او د نایجیریا په مرکز کې بریدونه کوي او د خلکو په تښتولو سره باج اخیستنه کوي. په دغو تښتوونو کې تر اوسه پورې په زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ددغو بانډونو اډې په یوې پراخه جنگي سیمې کې موقعیت لري چې په څو ایالتونو کې غځیدلي دي.
څه د پاسه ۱۰ کاله مخکې د نایجیریا کې په چیبوک کې له یوه مکتب څخه د ۲۷۶ نجونو د تښتونې پیښې، د نړيوالو غوصه راپارولې وه. یو شمیر هغه نجونې چې په هغه وخت کې تښتول سوې وې ، تر اوسه لادرکه دي.
نایجیریا د بیلابیلو قومي او اولسي ډلو ترمنځ له بې شمیرو شخړو سره مخامخ هیواد دی چې په هغو کې،هم عیسویان او هم مسلمانان قرباني کیږي.
د افریقا دغه گڼ میشته هیواد په دوو برخو، په اکثریت مسلمانو سره شمالي برخې او اکثریت عیسویانو سره جنوبي برخې، ویشل سوی دی. نایجیریایی چارواکي په دغه هیواد کې د عیسویانو په وړاندې د آزار او ځورونې تورونه ردوي.
د نوامبر په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت، نایجیریا ته د عیسویانو د هدفمندانه وژنو په تور د پوځي مداخلې گواښ وکړ. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ ادعا کړې ده چې په نایجیریا کې عیسویان د «موجودیت له گواښ» سره مخامخ دي.