په ننګرهار کې دوه تنه امریکایي عسکر وژل شوي دي
۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه![Afghanistan Zabul - U.S. Soldat](https://static.dw.com/image/47848113_800.webp)
د پېښې انګیزه تر اوسه پورې نه ده روښانه شوې. مخکې تر دې افغان او امریکایي ځواکونو په یوه ګډ ماموریت کې برخه اخیستې وه. پېښه د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې رامنځته شوې ده.
هلته یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې کیدای شي په دغه ځای کې د امریکایي او افغان سرتیرو ترمنځ خپلمنځي نښته رامنځته شوې وي. ځینو سرچينو په دې پيښه کې له شپږو تر اوو تنو امریکایي سرتیرو د وژلو خبر ورکړی دی، خو دغه شمیرې تائید شوي نه دي او تر اوسه پورې په دې اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
مخکې تر دې هم په افغانستان کې په وار وار سره داسې پيښې رامنځته شوي دي چې په افغان پوځ کې نفوذي سرتیرو بهرني ځواکونه په نښه کړي دي. ننګرهار ولایت د افغانستان په ختیځ کې پروت او له پاکستان سره ګډه پوله لري.
پخوا هم په دې سیمه کې طالبان او همدارنګه داعش یا «اسلامي دولت» ډله فعاله وه. په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۳۰۰۰ امریکایي پوځیان مستقر دي.
د څو میاشتو راهیسې امریکایي دیپلوماتان له طالبانو سره د سولې د یوه داسې تړون په اړه پر خبرو اترو بوخت دي چې له مخې یې په افغانستان کې امنیت تامين او له دغه هیواد څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.
آژانسونه: ش.ن/ن.ص