1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ننګرهار کې د انتخاباتو پر کمپاین ځانمرګی برید شوی

۱۳۹۷ مهر ۱۰, سه‌شنبه

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته د نوماند عبدالناصر کامه وال پر کمپایني غونډه ځانمرګي بريد کي ۱۳ کسان وژل شوي دي.

انځور د بلي پيښي دی
انځور د بلي پيښي دیانځور: picture-alliance/AP Photo

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه نن د سه شنبې په ورځ شاوخوا يوه نيمه بجه د کامې ولسوالۍ په سنګرسرای سیمه کې شوې ده.

خوږیاڼي په ننگرهار کې د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چې، د مرګ ژوبلې ورکړل شوې شمېرې وروستۍ نه دي، ښايي تغیرات پکې راشي.

د هغه د مالوماتو له مخې، د دغې پېښې قربانیان تر ډېره د پاخه عمر کسان دي.

چارواکو ویلي دي چې د دې پېښې پر مهال خپله عبدالناصر مومند په سیمه کې نه وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل ويلي دي چې، د پيښي له ځايه څخه د کامې ځايي او د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱۳ جسدونه او ۴۲ ټپيان وړل شوي دي چې دمګړۍ یې تداوي روانه ده.

هغه زياته کړه چې د دې پېښې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت ښه نه دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي دي، چې دغه پېښه د ناصرخان مومند د کمپایني غونډې پر مهال رامنځته شوې ده، چې تر اوسه پکې دوی ۱۰ وژل شوي او ۱۴ ټپیان لیدلي دي.

عیني شاهدان وايي، یاده پېښه کې د ناصرخان مومند د کمپاین مشر پتنګ خان هم وژل شوی؛ خو خپله د ناصر خان مومند په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب