1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ننګرهار کې د ملي امنیت پر قطعې ځانمرګی برید شوی

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د ملي امنیت پر صفر دوه قطعې باندې د ځانمرګي برید خبر ورکوي او زیاتوي چې تلفات هم رامنځ ته شوي دي. تر اوسه د پیښې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.

Explosion in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/S. Safi

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه ويله ته د پیښې په تړاو وویل چې د جمعې په ورځ تر لمانځه وروسته د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت په ۰۲ قطعې ځانمرګی برید شوی چې تلفات هم لري. دغه چاودنه د مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې پر ۰۲ قطعې ځانمرګي برید کې د یادې قطعې درې سرتیري او دوه ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز د ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي او د یادې قطعې شپږ تنه سرتیري ژوبل دي.

د والي ویاند همدا راز زیاته کړه چې سیمه د همدغې قطعې له لوري کلابنده شوې ده. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی، خو طالبان او داعش په دې ولایت کې حضور لري او وخت نا وخت پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي. د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعه په شپېنو عملیاتو مشهوره ده.

په عین حال کې د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر د یادې چاودنې په هکله وايي چې د چاودنې له ځایه حوزوي روغتون ته یو جسد او ۱۴ ژوبل وروړل شوي دي، چې وضعیت یې ښه دی. هغه زیاتوي چې ور وړل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او دا چې ماشومان هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې هم یوې چاودنې درانه تلفات اړولي وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل