1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې د پاکستاني طالبانو د ویاند د وژل کیدو ادعا

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

د فرانسې خبري آژانس د يوه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو یو جګپوړی غړی په افغانستان کې وژل شوی دی. خو افغان طالبان بیا د افغانستان دننه د دغه ډول پېښې څخه ناخبري څرګندوي.

Afghanistan |  Gefangene in Khost
انځور: DW/O. Deedar

د فرانسې خبري آژانس د یوه پاکستاني چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې خپور شي لیکلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

خو د طالبانو یوه ویاند احمد الله وثیق دویچه ویله ته په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې په استول شوي یوه کتبي پیغام کې لیکلي دي: «زموږ سرچینو موږ ته د داسې کومې پېښې معلومات نه دي راکړي.»

یاد خبري آژانس د دغې سرچینې له قوله په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي: «موږ له افغانستان څخه د معلوماتو په راټولو او ارزولو بوخت یوو چې هغه څرنګه موندل او وژل شوی.» د فرانسې خبري آژانس په ننګرهار کې د طالبانو د چارواکو له قوله لیکلي دي چې دوی دغه رپوټونه ارزوي.

د خراساني د مړینې خبر په داسې یوه وخت کې ورکول کیږي چې څه موده مخکې د پاکستاني طالبانو یو بل جګپوړی چارواکی د افغانستان په ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې له یو شکمن برید څخه روغ رمټ ووت.

دا خبره لا تر اوسه روښانه نه ده چې د دغه برید له پاره څوک مسئول وو، خو پاکستان د دې وړتیا لري او امریکا متحده ایالاتو لا دمخه ویلي ول چې له افغانستانه به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم د اړتیا پر مهال هوایي بریدونو ترسره کړي. د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي تر ۳۱ ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

د پاکستاني چارواکو په وینا خراساني چې اصلي نوم یې خالد بلتي دی، د پاکستاني د پوځي عملیاتو وروسته افغانستان ته تر تېښتې دمخه یې په شمالي وزیرستان کې یو «ترهګریز روزنیز کمپ چلاوه.»

پر پاکستاني طالبانو باندې د پاکستان دننه د سلونو ځانمرګي بریدونو او د خلکو د برمته نیولو تور لګول کیږي.

خو په ۲۰۱۴م کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي باندي تر بریدو وروسته چې شا او خوا ۱۵۰ ماشومان پکې ووژل شول، د پاکستان پوځ ډېر عسکر وزیرستان ته واستول څو هغوی وځپي. خو ویل کیږي چې د طالبانو ډېر جنګیالي افغانستان ته واوښتل.

د پاکستان حکومت په تیر کال کې اعلان کړی وو چې له پاکستاني طالبانو سره پر یوه میاشتني اوربند توافق ته رسیدلي چې افغان طالبانو پکې منځګړتوب کړی وو، خو د سولی په خبرو کې د نه پرمختګ له پاره د دسمبر میاشتې له نهمې نېټې وروسته دغه اوربند تمدید نه شو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب