1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه شوي

۱۴۰۳ مهر ۱۰, سه‌شنبه

په ننګرهار کې د طالبانو ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د لرګو یوه کښتۍ په سیند کې چپه شوې او اته کسان پکې مړه شوي دي.

په ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه شوي
په ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه شويانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

په ننګرهار کې د طالبانوادارې چارواکي وايي، تېره ورځ »دوشنبه« مازیګر ناوخته د دغه ولایت په کوز کونړ یا خېوې ولسوالۍ کې د کونړ پر سیند تېرېدونکې یوه کښتۍ د تېز باد له امله چپه شوې، چې پکې د ناستو ۱۷ سپرو له جملې اته کسان مړه شوي او څلور لا هم په سیند کې ورک دي.

د خېوې ولسوال مولوي روح الله حقمل وايي، په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه پېښه د خیوې ولسوالۍ کاشکوټونو او سربند په سیمه کې شوې ده.

اړوند: ننګرهار: په سیند کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي

نوموړي وویل، له دغې پېښې وروسته نهه کسان ژوندي ژغورل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون د څلورو کسانو جسدونه له سینده موندل شوي، خو د یوې ماشومې په ګډون د څلورو کسانو جسدونه لا هم ورک دي او لټون پسې روان دی.

د ارشیف انځور: اورښتونو ننګرهار او لغمان کې یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوليانځور: AFP

په دې پېښه کې هغه سوزکی موټر هم سیند کې ډوب شوی، چې په دغې کښتۍ کې و. دننګرهار چارواکي وايي، ژوندي ژغورل شوي کسان نیږدې سیمه‌ ایز روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

تر دغې پېښې وروسته پر خواله رسنیو په پراخه کچه د ورکو شویو کسان د لټون له پاره کمپاین پیل شوی.

اړوند: ننګرهار او کونړ کې د باران او توپان له امله ۴۰ کسان مړه شوي

د کونړ او ننګرهار ځینو ولسوالیو د کونړ پر سیند د پلونو نشتوالي له امله ډېر خلک په لرګینو کښتیو له سیند پورېوځي، چې ډېر کله د باد و باران او د سیند د اوبو د زرورو څپو له امله دا وړ پېښې رامنځته کېږي.

دا وروستۍ پېښه داسې حال کې شوې ده چې همدا روانه اونۍ په ننګرهار او لغمان کې د بارانونو او سیلاب له امله یو شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ننګرهار؛ توپان د يوې کورنۍ د ۱۱ کسانو ژوند اخيستی

03:03

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب