1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په ننګرهار کې ځانمرګي برید پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې یوه ځانمرګي بریدګر د محلي پولیسو یو قوماندان او درې تنه ساتونکي یې وژلي دي. بل لوري ته په زابل ولایت کې هم د وسلوالو کسانو په یوه برید کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Afghanistan Explosionen auf Markt in Helmand
انځور: AFP/N. Mohammad

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې پر ۷مه نیټه) د دې ولایت د خیوې ولسوالۍ په یوه مارکيټ کې ځانمرګی برید شوی دی. چارواکو ویلي چې د برید په پایله کې د محلي پولیسو یو قوماندان او درې تنه نور پولیس سرتیري وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د یادې پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي دي چې د خیوې ولسوالۍ په یوه مارکيټ کې د دغه ځانمرګي برید په پایله کې ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره په ټپیانو کې ۹ تنه مکلیان او دوه تنه د پولیسو سرتیري شامل دي. د خوګیاڼي په خبره په دغه برید کې د میرزمان په نامه د سیمه ایزو پولیسو یو قوماندان او درې تنه نور پولیس سرتیري وژل شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې مخالفې ډلې د دې برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی، د داعش په ګډون طالبان هم په دې ولایت کې کله نا کله بریدونه ترسره کوي.

په عین وخت کې له زابل ولایت څخه هم د جګړې راپورونه ورکول کیږي. د زابل ولایت د چارواکو په خبره وسله والو کسانو د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه درې تنه پولیس سرتیري وژل شوي دي او درې نور بیا ټپیان شوي دي. ځايي چارواکي د دغه برید مسئولیت وسله والو طالبانو ته راجع کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل