په ننگرهار کي د ستراتيژيک تړون پرضد لاريون وشو
۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبهدا په داسي حال کي ده چي د دغه ستراتيژيک تړون په اړه د مشورو له پاره د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه تيره ورځ پای ته ورسېده او په مشروطه ډول يې د دغه تړون د ملاتړ اعلان وکړ.
دغه لاريون کوونکي چي زياتره يې متعلمين ول او شمير يې څو سوو تنو ته رسېدی د ننګرهار ولايت د مرکز دباندي يې لاريو تر سره کړ. هغوئ په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د اوږدمهاله پاتي کېدو په اړه احتجاج کاوه. لاريو کوونکو د امريکا پر ضد شعارونه ورکول.
په پام کي ده چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه به د افغانستان څخه ټول بهرني جنګي ځواکونه ووزي او د ټول هيواد په کچه به د امنيت مسئوليت خپله افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د ننگرهار پوهنتون يو تن محصل، محمد طاهر قانع، چي په دغه لاريون کي يې ونډه لرله ويلي: « موږ په مجموع کي په افغانستان کي د امريکايي حضور پر ضد يو، هغوئ په خپلسرو پوځي عملياتو کي زموږ خلک وژني.»
يو بل تن چي ځان ګل خان ښيي او په دغه لاريون کي برخه لرله وويل:« موږ نه غواړو چي د تل له پاره د امريکا غلامان پاتي شو، زموږ صبر نور پای ته رسيږي. که چيري دغه تړون لاسليک شو نو به موږ هره ورځ په لارو کوڅو کي خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړو.»
د دوديزي لويي جرګې په پايله کي په مشروطه ډول د دغه تړون څخه ټولو جرګه والو ملاتړ و کړ. خو د جرګه والو تر ټولو لويه غوښتنه دا وه چي د بهرنيو ځواکونو له لوري دي د شپې له خوا خپلسري عملياتو ته د پای ټکی کښېښوول شي.
ښايي د دغه تړون په لاسليکولو کي به د بهرنيو ځواکونو له لوري د شپې له خوا عمليات تر ټولو لانجمنه موضوع وي.
د شپې له خوا چاپې د افغانانو په منځ کي تر ټولو نا کراره موضوع ده. د ولسمشر حامد کرزي په شمول زياتره افغانان د دغو چاپو د درولو غوښتنه کوي.
خو د بهرنيو ځواکونو قوماندان د اورپکو پر ضد د شپې په تياره کي عمليات تر ټولو اغېر لرونکي بولي.
د بلي خوا طالبانو رسنيو ته د بريښنا ليک له لاري دغه جرګه غندلې. هغوئ په خپله بيانيه کي ويلي، چي دغه هر څه د امريکايانو له خوا جوړ شوي، او يوازي د جرګې نوم ورته ورکړل شوی وو.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل