1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نوي ډيلي کې افغان سفارت خپل فعاليتونه درولي دي

۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وايي چې دغه سفارت به د اکتوبر میاشتې له لومړۍ نيټې څخه خپل فعاليتونه ودروي. سفارت ويلي دي چې دغه »ستونزمنه پرېکړه» ېې د کوربه حکومت د ملاتړ د نشتوالې او ځينو نورو دلايلو پر اساس کړې ده.

Indien afghanische Botschaft in Neu-Delhi
انځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance

د رويټرز د رپوټ پر اساس، په نوي ډيلي کې افغان سفارت پر ټولنیزه رسنۍ ايکس چې مخکې پر ټويټر پېژانده، یوه اعلاميه خپره کړې او په هغې کې ېې ويلي چې دغه سفارت د اکتوبر میاشتې له لومړۍ نيټې څخه خپل فعالیتونه دروي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې دغه تصمیم «د کوربه حکومت څخه د ملاتړ نشتوالي، د افغانستان له پاره د عالی خدماتو وړاندې کولو په بهیر کې، له توقعاتو سره برلاسي کيدو کې پاتې راتلل او د پرسونل او منابعو د کمښت» له وجې نیول شوی دی.

د سفارت اعلامیه چې د سپتمبر په ۳۰مه خپره شوې په يوه برخه کې ېې ويل شوي: «دغو شرایطو ته په کتلو سره، په ژورې خواشينۍ سره مو دا ستونزمنه پرېکړه وکړه چې کوربه هېواد د ماموریت ساتنې واک تر سپارلو پورې د افغانستان اتباعو ته (په بېړني حالت کې) د قونسلګري خدماتو په استثنا سره، د ماموریت نورې ټولې چارې بندې کړو.»

هندوستان په افغانستان کې د طالبانو موجوده حاکمیت په رسمیت نه پېژني او په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې ېې په کابل کې خپل سفارت تړلی دی.

خو نوي ډيلي د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوي سفير او د ماموریت کارکوونکو ته ېې د ويزو د ورکړې او سوداګرۍ په برخو کې د کار کولو اجازه ورکړې وه.

رويټرز خبري آژانس د جمعې په ورځ د سفارت د درو چارواکو له قوله رپوټ ورکړی وو چې په نوي ډيلي کې افغان سفارت وروسته له هغې خپل ټول ماموریتونه وځنډول چې سفیر او د سفارت نور لوړپوړي ديپلوماتان اروپا او امریکا متحده ایالاتو ته ولاړل چېرته چې هغوی پکې پناوې ترلاسه کړې دي.

(Reuters)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب