ملکي کارپوهان د آلمان د خارجه سياست په برخه کې ډېر نه ياديږي، خو د سولې په راوستلو کې يې نقش خورا مهم دی.
اعلان
د آلمان د زرغون ګوند غړې او د آلمان په پارلمان کې د سولې د ماموريتونو د پلاوي مشره، فرانڅيسکه برانتنر وايي چې «سولې ته کار د خلکو توجه هسې ځان ته جلبوي.» په داسې حال کې چې د پوځ د ماموريتونو په هکله اوږده او هر اړخيز بحثونه کيږي، خو د ملکي مشاورينو ماموريتونو ته بيا هومره توجه نه ور اوړي.
خو برانتنر ټينګار کوي چې په جنګونو او کړکېچونو کې د داسې ملکي کارکوونکو نقش ډېر مهم دی او دا چې دغسې کسان د دې غم خوري چې يوه ټولنه بېرته ثبات ولري او د اجتماعي او اقتصادي پرمختګ په لور روانه شي. برانتنر وايي: «که د ملکي او پوځي ماموريتونو تر منځ لګښتونه سره وسنجوو، يعنې د آلمان د پوځ د تجهيز او بيا له ملکي لارې د کړکېچونو د مخنيوي له پاره لګول شويو پيسو ته وګورو، نو په ډاګه به شي چې په دغه برخه کې لا ډېره زياته نا انډولي موجوده ده.»
واک ته تر رسېدلو لږ وروسته د آلمان اوسني تور سره حکومتي ائيتلاف دا خبره کړې وه چې آلمان بايد په نړۍ کې زيات مسووليت ومني، چې دغسې هلې ځلې بايد د ديپلوماسۍ او د کړکېچونو د ملکي لارو چارو په برخه کې زيات او وغځول شي، يعنې د سياسي مشاورينو، منځګړو او د انتخاباتو د څارونکو د ګمارنې په واسطه بايد د سولې راوستلو په غرض کار وشي. برانتنر د دغسې کسانو د فعاليتونو او د اهميت په هکله يې وايي: «که پوځي مداخلې شوې او بريالۍ هم پاته شوې وي، خو ورپسې ګام بيا تر ټولو سخت دی. له دغسې هېوادونو څخه بايد بېرته با ثباته، سوله يزې او په ټولنيز او اقتصادي لحاظ برابرې ټولنې جوړې شي. دا اصلي چېلنج دی چې ډېر ځلي پکې ناماکه پاته کيږو.»
په دغه برخه کې د «نړيوالې سولې د ماموريتونو مرکز» په برلين کې اصلي نقش لوبوي چې مختلفو مهارتونو لرونکي کارپوهان جلبوي، تربيه کوي او پالنه يې کوي. د دغه مرکز مشره، الموت ويلند کريمي، وايي چې د «ملکي کارپوه» مسلک په تېرو ۱۵ تر ۲۰ کلونو کې رامنځ ته شوی دی. د نړيوالې سولې د ماموريتونو مرکز په ۲۰۰۲ کال کې د پخواني سرهْ زرغون ائيتلافي حکومت او د آلمان د پارلمان له خوا جوړ شوی دی.
اوسمهال ۱۵۰ تنه آلماني ملکي کارپوهان په خارج کې په خپلو ماموريتونو بوخت دي. هغه په تېره بيا د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او په اروپا کې د امنيت او همکارۍ د ټولنې په چوکاټ کې سوله ساتي ماموريتونه دي. د آلمان په څېر د يوه مهم هېواد له پاره دا البته هومره ډېر کارپوهان نه دي. د آلمان د پارلمان متخصص سياسيون په دې اند دي چې شمېر يې بايد لوړ شي. د سي دي يو ګوند د بهرني سياست کارپوه، نوربرت رويتګن په دې هکله وايي: «موږ بايد دغې نتيجې ته سره ورسيږو چې دغه ډول کوښښونه زموږ د ملي ګټوت څخه اصلي درک دی او دا چې د دغسې کارونو له پاره پيسې هم پکار او لازمې دي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.07.2013):
آلمان له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو په ایستلو پیل وکړ
په افغانستان کې د آلماني پوځ د جنگي مارموریت له ختمیدو سره باید له دغه هیواد څخه ډیر پوځي تجهیزات بیرته آلمان ته ولیږدول شي.
انځور: picture-alliance/dpa
لوی لوجیستیکي ماموریت
د آلمان پوځ اوس په افغانستان کې څه نا څه ۴۵۰۰ سرتیري، ۱۷۰۰ پوځي وسایط او ۶۰۰۰ کانتینرونه لري. دغه ټول تجهیزات او پرسونل باید د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه آلمان ته انتقال شي.
انځور: cc-by-nd/Bundeswehr/Bienert
د ترکیی له لاري آلمان ته رسیدل
آلماني پوځي تجهیزات او پرسونل به د ترکیې د «تروبزون بندر» له لارې آلمان ته ورسیږي. په دې ترتیب سره به نو د جولای میاشتي پر ۲۹ نیټه د آلماني پوځي تجهیزاتو لومړۍ بسته چې ۲۰۰ پوځي وسایط پکې شامل دي، د آلمان پر لور حرکت وکړي. خو دغه وسایط ترکیې ته تر رسیدو پورې ډیره اوږه لار په مخ کې لري.
که څه هم آلمان د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي، خو دغه هیواد به تر دې نیټې وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري وساتي. دغه سرتیري به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي. آلمان ویلي دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان تر ۸۰۰ تنو پورې سرتیري پريږدي.
انځور: picture-alliance/dpa
له ولایاتو څخه مرکزي اډې ته
یو شمیر آلماني تجهیزات به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پرې ښوول شي. خو ډیر شمیر وسلې او نور تجهیزات بیا په کانتینرونو کې ځای پر ځای کیږي او آلمان ته استول کیږي. په همدې حال کې یو شمیر نور توکي چې آلمان په افغانستان کې رانیولي دي یا خو بیرته پلورل کیږي او یا هم له منځه وړل کیږي. یو شمیر پوځي تجهیزات لا وختي د کندز له کمپ څخه د مزارشریف مارمل کمپ استول شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د مارمل کمپ
دا د افغانستان په شمال کې د ناټو ځواکونو مارمل کمپ دی. آلمان غواړي له افغانستان څخه خپل ډیر تجهیزات له هوایي لاري انتقال کړي. د تجهیزاتو ډیره لږ برخه به د ځمکې له لاري انتقال شي.
انځور: picture-alliance/dpa
د تجهیزاتو پرېولل
د دې له پاره چې آلمان ته له افغانستان څخه ناروغۍ انتقال نه شي، نو مخکې له دې چې تجهیزات په کانتینرونو کې بار شي د سرتیرو له خوا پرې مينځل کیږي.
انځور: Bundeswehr - PIZ SKB/Foto: Vanita Schanze
ستري الوتکي
د آلمان پوځ داسې لویې الوتکې په اختیار کې نه لري چې ډیر درانه پوځي تجهیزات انتقال کړی. له دې کبله له یوه روسي-اوکرایني شرکت څخه Antonov-124 ډوله کارگو الوتکه په کرايه نیول شوې ده. دغه الوتکه په یوه وار ۱۵۰ ټنه تجهیزات لېږدولای شي.
انځور: cc-by-nd/Bundeswehr/Weinrich
په مستقیم ډول آلمان ته رسیدل
د آلمان پوځ داسې لویې الوتکې په اختیار کې نه لري چې ډیر درانه پوځي تجهیزات انتقال کړی. له دې کبله له یوه روسي-اوکرایني شرکت څخه Antonov-124 ډوله کارگو الوتکه په کرايه نیول شوې ده. دغه الوتکه په یوه وار ۱۵۰ ټنه تجهیزات لیږدولای شي.