1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د ځيرک تليفون استعمال ولي ډير سوی؟

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

په ۲۰۱۹م کال کې تر هغه دمخه کال په پرتله د ځيرک تلیفون استعمال ډیر شوی. د یوې نوې څیړنې د پایلو له مخې د ځیرک تلیفونو کاروونکو زیاتره وخت له ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کړې ده.

Deutschland |  Frau hält ihr Smartphone | Berliner Modewoche
انځور: picture-alliance/dpa/Zentralbild/J. Kalaene

نن ورځ انسانان له سمارټ یا ځیرک تلیفونونو څخه یوازې د خبرو اترو له پاره کار نه اخلي، بلکې په مخ پر زیاتیدونکي ډول د خریدارۍ او بانکدارۍ له پاره یې هم کاروي.

د چهارشنبې په ورځ د «اپ اني» په نوم د تحلیل پلیټ فارم د خپرې شوې څیړنې د نتایجو له مخې اټکل شوی چې په تیر میلادي کال کې په اوسط ډول په ورځ کې کاروونکو ۳،۷ ساعت د ځیرک تلیفون په استعمالولو تیر کړي دي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې دغه اوسط د ورځې درې ساعته اټکل شوی وو.

همداشان په تیر میلادي کال کې په نړۍ کې په ټوله کې ۲۰۴ میلیارده اپونه ډاونلوډ شوي دي، چې د هغې له پاره یې ۱۲۰ میلیارده ډالر لګولي دي. دغه شمیر په ۲۰۱۸م کال کې ۱۰۱ میلیارده ته رسیده.

د ځیرک تلیفونونو کاروونکو خپل زیات وخت د ټولنیزو رسنیود کارولو، د ویډیو ګانو په لیدلو، ګیم یا لوبو کولو او آنلاین خریدارۍ باندې تیر کړی دی. د ټولې نړۍ په کچه د مالي چارو اپونو پرمختګ کړی دی، چې له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې ترې استفاده دوه برابره ډیره شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب