که څه هم ډیری هغه هیوادونه چی د کرونا د بحران له امله سخت زیانمن سوي، په دغه ویروس باندې د اخته کسانو د شمیر له کموالي څخه خبر ورکوي، خو د جانز هاپکینز امریکایی پوهنتون فهرست بیا ښیي چي روسیه او برازیل د کرونا د بحران ځپلو هیوادونو د لست په دوهم او دریم ځای کي راغلي دي.
خو نن پنجشنبه، د دغه پوهنتون له خوا ويل شوي چي امریکا متحده ایالات د شاوخوا یو میلیون او ۵۵۲ زرو کووید ۱۹ ناروغانو په لرلو سره، تر ټولو زیات اخته کسان لري. په دغه هیواد کي د مړه سوو کسانو شمیر ۹۳ زره او ۴۳۹ ته رسیدلی.
هند، پاکستان او سعودي عربستان هم هغه هیوادونه دي چي د کووید ۱۹ ناروغي باندي د اخته کسانو لوړ ارقام لري. په هند کي د اخته کسانو شمیر ۱۱۲ زرو ۴۴۲ تنو او د مړه سوو کسانو شمیر ۳۴۳۸ ته رسیدلی دی.
کابو په ټوله نړۍ کې پر گرځيدو بندیز نرم کړل شوی دیانځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen سعودي عربستان چي د اخته سوو کسانو ډیر لوړ رقم یې ثبت کړی وو، اوس په دغه هیواد کي د کرونا ۶۲ زره او ۵۴۵ مثبت او ۳۳۹ د مړیني پیښې ثبت کړي. په پاکستان کي تر اوسه ، ۴۸۹۱ کسان په کووید ۱۹ اخته سوي او ۱۰۱۷ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
افغانستان تیره ورځ د کرونا د ویروس ۵۳۱ تازه پیښي ثبت کړي دي. په دې ډول نو په دغه هیواد کي د اخته کسانو شمیر ۸۶۷۶ تنو لوړ سوی. تر اوسه پوري د کرونا له امله په دغه هیواد کي ۱۹۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس – ادهانوم ويلي: « ددغي پاندیمي په وړاندي مبارزه کي لا اوږده لار په مخ کي لرو» هغه په یوې خبري ناسته کي زیاته کړه: «موږ په هغو هیوادونو کي د اخته کسانو د شمیر د لوړیدو له امله په اندیښنه کي یو چي خلک یې ډیر کم او یا هم متوسط عواید لري.»
زموږ له آرشيف څخه:
د کرونا ویروس وبا؛ نړۍ له کوم وضعیت سره مخامخ کړې؟
د می میاشتې تر نیمایي پوري په کرونا د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی. د دغه ویروس پر خپریدو سربیره هم په ځینو هیوادونو کې بندیزونه په نرمیدو دي. دغه ویروس څرنګه او کله پېل شو او نړۍ یې له کوم وضعیت سره مخامخ کړې؟ انځور: Reuters/Y. Duong د کرونا ویروس نوي ډول لومړنۍ پيښې د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین د ووهان ښار روغتیایي چارواکو دا خبر رسما تائید کړ چې د سینه بغل ناروغۍ ته ورته ویروس له کبله په لسګونو کسان تر درملنې لاندې دي. تر هغه وخته داسې شواهد نه ول چې ویروس له یوه انسانه بل ته انتقالیږي. څو ورځې وروسته چینایي تحقیق کوونکو یو نوی ویروس تائید کړ.
انځور: AFP د ویروس له کبله لومړنۍ مړیني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې په یوولسمه نېټه چینایي چارواکو د نوي ویروس له کبله د لومړنۍ مړیني خبر ورکړ. مړ شوي ۶۱ کلن کس زیاتره وخت هغه مارکیټ ته تګ راتګ کاوه، کوم چې بیا وروسته د دغه ویروس له خپریدو سره تړل کیده. دغه پيښه په چین کې په داسې یوه وخت کې رامنځ ته شوه چې د کلنۍ رخصتۍ له کبله په سلونو زره انسانان د سفر کولو په حال کې ول.
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/C. Yuang په نورو هیوادونو کې دغه ویروس څه وخت خپور شو؟ دا انځور د سویلي کوریا د پلازمینې سئول دی، چې خلک د ماسکونو د رانیولو له پاره په کتار کې ولاړ دي. د روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ میاشتې په نیمایي کې په دې هکله خپل لومړنی راپور خپور کړ او د جنورۍ په شلمه نېټه په جاپان، سویلي کوریا او تایلنډ کې د دغه ویروس لومړني مثبتې پيښې تائید شوې. تر دې یوه ورځ وروسته له ووهان څخه امریکا متحده ایالاتو ته ستون شوي یوه کس کې دغه ویروس تائید شو.
انځور: Reuters/K. Hong-Ji په بشپړ ډول د ووهان ښار تړل کیدل ووهان ښار چې نفوس یې یوولس میلیونه دی، د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه په بشپړ ډول وتړل شو. د ښار دننه او د باندې د تګ راتګ له پاره د هوایي الوتکو، کښتیو او ترانسپورت هر ډول خدمات ودرول شول. تر دغه وخته نوي ویروس د ۲۳ کسانو ژوند اخیستی وو.
انځور: AFP/H. Retamal په نړیواله کچه د بیړني روغتیايي وضعیت اعلانیدل په چین کې د کرونا ویروس د زرونو پيښو تر ثبتیدو وروسته د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمانه په نړیواله کچه «بیړنی روغتیایي وضعیت» اعلان کړ. د فبرورۍ په دوهمه نېټه له چین څخه د باندې په دغه ویروس د یوه کس د مړیني خبر ورکړل شو. مړ شوی کس ۴۴ کلن فلیپیني وو. دغه مهال په چین کې د دغه ویروس له کبله ۳۶۰ تنه مړه شوي وو.
انځور: picture-alliance/empics/The Canadian Press/J. Hayward د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په یوولسمه نېټه د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته کیدونکي سږو د ناروغۍ نوم «کوویډ-۱۹» کيښود. د فبرورۍ تر ۱۲مې نېټې پورې دغه ویروس په چین کې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړي ول، په داسې حال کې چې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴۴ زرو اوښتی وو. تر دغه وخته ویروس په ۴۴ هیوادونو کې خپور شوی وو.
انځور: AFP/A. Hasan د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په فرانسه کې یو ۸۰ کلن چینایي سیلاني د دغه ویروس له کبله ومړ. دا له آسیا دباندې او د اروپا په لویه وچه کې د کوویډ-۱۹ له کبله لومړنۍ مړینه وه.
انځور: Getty Images/M. Di Lauro افغانستان او پاکستان کې لومړنۍ پيښې په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پيښه د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه په هرات ولایت کې ثبت شوه. په پاکستان کې بیا د کرونا لومړۍ پيښه د فبرورۍ په ۲۶ نېټه له ایران څخه کراچۍ ته په ستون شوي محصل کې تشخیص شوه. د مارچ میاشتې تر ۱۸ مې نېټې دغه ویروس د پاکستان په ټولو ایالتونو کې خپور شوی وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Khan په نړۍ کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره خپریدل تر دې وروسته دغه ویروس په ډیرې چټکۍ سره په منځني ختیځ، لاتین امریکا او د نړۍ نورو برخو ته ورسید. د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې په ایټالیا کې په نوي کرونا ویروس ۸۰۰ تنه اخته شوي وو او په اروپا یې په چټکۍ سره په خپریدو وو. د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د لومړنۍ مړیني خبر ورکړل شو.
د اروپا او د امریکا د درواړو تړل کیدل د متحده ایالاتو ولسمشر د مارچ میاشتې په ۲۱مه نېټه له اروپا څخه ټول پروازونه ودرول او بیا یې د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه بیړنۍ حالت اعلان کړ. بیا د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه فرانسې د ټول هیواد په کچه محدودیتونه ولګول او اروپایي اتحادیې د دغه بلاک د باندې هیوادونو څخه خپلو هیوادونو پر داخلیدو بندیز ولګاوه.
انځور: picture-alliance/Xinhua/A. Morrisard د اغیزمنو کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتل د اپریل تر دوهمې نیټې پورې د نړي په ۱۷۱ هیوادونو کې د کرونا ویروس پيښې ثبت شوې او له دغه ناروغۍ څخه د اغیزمنو شوو کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتی وو. دغه مهال په نړۍ کې د کوویډ-۱۹، ناروغۍ له کبله ۵۱ زره کسان مړه شوي هم وو. د اپریل تر لسمې نیټې په ټوله نړۍ کې د مړو شوو کسانو شمیر تر سلو زرو واوښت.
انځور: picture-alliance/xim.gs په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی د می میاشتې تر نیمایي پورې په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی. په متحده ایالاتو کې څه کم یو نیم میلیون کسان په دغه ویروس اخته شوي او د مړو شوو کسانو شمیر یې شا او خوا ۸۷ زره کسانو ته رسیږي چې د نړۍ په کچه له دغه ویروسه تر ټولو زیات اغیزمن شوی هیواد دی.
انځور: Reuters/J. Cabezas د بوندس لیګا فوټبال سیالۍ په آلمان کې د بوندس لیګا، په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې. دا د اروپا په سطحه لومړنی هیواد دی چې د څو اوونیو وروسته دغه ډول سیالۍ پيلوي. خو د لوبو مینه والو ته لوبغالې ته د ورتګ اجازه نه شته.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender په اروپا کې بندیزونه مخ پر کمیدو دي د می میاشتې په دوهمه نېټه په هسپانیا کې د بارسلونا مشهور ساحل، د خلکو پر مخ پرانیستل شو. د می له ۱۶ نېټې څخه په فرانسه او ایټالیا کې هم ځیني سمندري ساحلونه پرانیستل شوي. د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې په تدریجي ډول په بندیزونو کې نرمښت رامنخ ته کیږي او دغه اتحادیه کوښښ کوي چې احتمالا د جون میاشتې تر نیمایي پورې د سرحدونو تړل کیدل ختم کړي او د اروپا دننه سیاحت پېل کړل شي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/X. Bonilla