په نړۍ کې بې شمیره ښځې د خدمو او مزدورانو په توګه کار کوي
۱۳۹۰ شهریور ۲۴, پنجشنبه
په نړیواله سطحه په میلیونونو ښځې او کم عمره نجونې په شخصي کورونو کې د مزدورانو او خدمو په حیث کار کوي.
د اټکلونو له مخي په لاتین امریکا کې ۱۴ میلیونه ، په چین کي۲۰میلیونه او په تایلند کي۷۰۰ زره ښځي په کورونو کي پریمنځل، پاکول او د کور راټولول کوي، او یا هم د کوچنیانو او زړو خلکو پالنه یې پرغاړه وي. ځینې یې حتې د باغوانانو او یا هم شخصي موټر د چلونکې په حیث کار کوي.
خو پر دغو ټولو کارونو سربېره هغوی ته د غلامانو په سترګه کتل کیږي. دوی اکثره په انفرادي ډول کار کوي، او د هغوی کارفرمایان هم هر ډول چی یې زړه وي د دوی سره هم هغسي ناوړه چلند کوي.
اوس د (ILO) په نامه د کار نړيوال سازمان غواړي چې د هغوی د حقوقو او د کار د شرایطو د ښه کولو لپاره لاس په کار شي. د دوی په نظر اوس باید په دې برخه کې بدلون رامنځته شي.
همدارنګه په آلمان کې هم د خارجي خدمو د پاره ډېرې کمې پیسې ورکول کیږي، دا ځکه چې دوی په کورونو کي په وړیا ډول ژوند کوي. خو د دغه کار له کبله هغه ښځي، چې د مثال په ډول د رومانیا، هنګري او یا هم د بلغاریا د هیوادونو څخه د کار کولو لپاره آلمان ته تللي، غواړي خپلې دغه پیسې ذخیره کړي. تر څو په خپلو هیوادونو کې وکولای شي د ځان لپاره یو مناسب ژوند جوړ کړي.
د آی اِل او(ILO) په نامه سازمان څخه، مانوییلا تومای، وایي چې دغه ښځې نه مزدورانې دي او نه هم د کورنۍ غړي، چې د هغوی سره دا ډول چلند کیږي.
د دغه سازمان په نظر به دوی نه یوازي د دغو ښځو د ژوندانه د ښه والې لپاره مبارزه وکړي، بلکې د هغو کوچنیانو، چې په کورونو کي د شخصي مزدورانو په توګه کار کوي، د کار کولو مخه ونیسي.
آژانسونه/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل