1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د ترهگرۍ د قربانيانو شمير کم سوی

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

د « نړیوالې ترهگرۍ د شاخص» د رپوټ له مخې ، په تیر کال کې په نړیواله کچه د ترهگرۍ په نتیجه کې د قربانیانو شمیر په پرله پسې څلورم کال کې راکم سوی. خو په افغانستان کی بیا وضعیت لاپسې خراب سوی.

Afghanistan Kabul Beerdigung nach Anschlag
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د هغو کسانو شمیر چې په نړیواله سطحه د ترهگریزو بریدونو په نتیجه کې وژل سوي، د ۲۰۱۴ کال په پرتله له نیمایي څخه زیات راکښته سوی. خو په افغانستان کې بیا وضعیت نورهم خراب سوی دی.

د آسترالیا د اقتصاد او سولې د انستیتوت له خوا د »نړیوالې ترهگرۍ شاخص یا فهرست« چی د چارشنبې په ورځ په لندن کی خپور سوی، ښیی چې په نړیواله کچه د ترهگرۍ په نتیجه کې د قربانیانو شمیرد ۱۵ اشاریه ۲ سلنه په کمیدو سره ۱۵ زره ۹۵۲ کسانو ته رسیږي. په دې ډول په پرله پسې څلورم کال کې د ترهگرۍ د قربانیانو د شمیر کموالی تر سترگو کیږي. په خاص ډول عراق او سومالیا کې حالت تر یوه ځایه ښه سوی دی. دا ځکه چې هلته ډېری سیمې د په اصطلاح اسلامي دولت یا داعش او الشباب ملیشې تر فشار لاندی وې. په مجموعی ډول د نړۍ په ۹۸ هیوادونو کې دغه ډول ښه والی ترسترگو کیږي.

د دې پلټنې د لیکوالانو په خبره، ترهگري لا اوس هم یوه نړیواله پدیده ده. په ۲۰۱۸ کال کې ۷۱ هیوادونو حداقل د ترهگري فعالیتونو یوه پیښه ثبت کړې ده. د دغې موسسې فهرست ښیي چې په ۴۰ هیوادو کې وضعیت لاپسې خطرناک سوی.

د دغو پلټنو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د ترهگرۍ اقتصادي اغیزې ۳۳ میلیارده ډالره وې چې د تیر کال په پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیی.

په اروپا کې د ترهگريزو پیښو د تلفاتو په کچه کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی. د دغه رپوټ له مخې په لویدیځه اروپا کې له ۲۰۱۲م کال راهیسي تر ټولو کم تلفات ثبت سوي. خو په شمالي امریکا او لویدیځه اروپا کې بیا د ښي اړخه ډلو له خوا تروريستي بریدونو کی زیاتوالی راغلی. په دې اړه تلفاتو کې په ۲۰۱۸ کال کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی چې دغه لړۍ په روان میلادي کال کې هم همداسي ادامه لري.

د اقتصاد او سولې د انستیتوت د فهرست له مخې له ۲۰۰۳ کال راهیسي، د اول وار له پاره افغانستان د عراق ځای نیولی او له ترهگرۍ څخه د اغیزمن سوو هیوادونو په سر کې قرار لري. نایجیریا، مالي او موزمبیق هم هغه هیوادونه دي چې د ترهگرۍ په نتیجه کې یې ډیر تلفات ورکړي. د دغو پلټنو پراساس طالبان په نړۍ کې د ترټولو وژونکې ترهگرې ډلې په توگه له داعش څخه مخکي سوي دي.

G.P/B.S/KNA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل