د روغتيا نړيوال سازمان د جمعې ورځې په ماښام همدا راز خبر ورکړ چې د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې نژدې ۱۰ زره کسان په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د دغه سازمان په خبره، د اپريل مياشتې له ۳۰مې راپدېخوا هيڅ کله هم کرونا ناروغي په دومره لوړ شمير کې قربانيان نه درلودل.
د نړۍ په سطحه امريکا او برازیل اوس هم د کرونا ناروغۍ د مبتلایانو تر ټولو لوړ شمير لري. په امريکا کې تر اوسه شاوخوا ۴ ميليون او ۲۴۸ زره او په برازيل کې ۲ ميليون او ۴۸ زره مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې په امريکا کې د کرونا څه باندې ۱۴۵زره او په برازيل کې څه باندې ۸۵ زره نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دی.
تر برازيل وروسته هندوستان دی چې په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې يې شاوخوا ۵۰ زره نوې پيښې لرلي دي.
د رابرت کوخ انستيتوت په حواله، اوس په آلمان کې هم د کرونا ويروس خپريدا چټکه شوې ده. په حواله يې، په دغه هيواد کې په ورځ کې د کرونا ناروغۍ شاوخوا ۸۱۵ نوې مثبتې پيښې ثبتيږي.
کارپوهان د پيښو د ډيريدو لامل، دوبنۍ رخصتيانې بولي چې په ترڅ کې يې معمولا سفرونه ډير وي.
دويچه ويله ف/م.ک.ص/م.ن.ص
د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
انځوریز رپوټ: کرونا ویروس او په بالکنونو کې ژوند
د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د کرونا ویروس له امله محدودیتونه د دې سبب شوي دي چې یو شمیر خلک خپل د ژوند یوه برخه د خپلو کورونو په بالکنونو کې تیره کړي. دې وضعیت یو غیر معمولي سیر خپل کړی دی. انځور: picture-alliance/PIXSELL/N. Pavletic د نړۍ مشهور ساکسفون غږونکی کرومپوتیک، هم یوه لوی سټیډیوم ته اړتیا نه لري، څو د خپل ساکسفون غږ د مينه والو غوږونو ته ورسوي. نوموړی د کرواسیا په بندري ښار رییکا کې د خپل کور په بالکن کې موسیقي غږوي. دا ښار شاوخوا ۱۳۰ زره نفوس لري. کرومپوتیک اوس هره ورځ ساکسفون غږوي او یواز لږ شمیر خلک شایدی هیله ولري چې هغه دې له خپله کوره راښکته شي.
انځور: picture-alliance/PIXSELL/N. Pavletic د ساکسفون غږ یوازې د رییکا له ښار څخه نه پورته کیږي، بلکې د آلمان په فرایبورګ کې هم د »باروک آرکستر« غړو د موسیقۍ په ماښام چې د ټول آلمان په کچه ولمانځل شو، د "Ode an die Freude" په نامه د مشهور موسقي جوړونکي بیتهوفن د موسیقۍ پارچه وغږوله. دا شپه د ایټالیا په بالکنونو کې د »موسیقې ماښام« څخه په الهام ولمانځل شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger د هغو کسانو له پاره ځاني خطر چې بالکن نه لري د بلجیم حکومت له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په خاطر دې په خپلو کورونو کې پاتې شي. خو خلک د آزادې هوا د تنفس کولو له پاره د خپلو کورونو په کړکیو کې کښيني، هغه عمل چې په لږې بی توجهې سره له کرونا څخه هم خطرناک ثبتیدلی شي.
انځور: Reuters/J. Geron بالکن د استراحت د ځای په توګه په سیاحتي کیشتیو "Spectrum oft the Seas" کې بالکنونه. دغه کیشتۍ چې آلمان جوړه کړې ده یو کال مخکې د لومړي ځل له پاره له آلمان څخه د آسترالیا پر لور روانه شوې وه. اوس دې کیشتۍ په استرالیا کې لنګر اچولی دی او مسافر نه لري، یوازې خدمه او د کیشتۍ کارکونکي په استرالیا کې د سدني د سواحلو ننداره کوي.
انځور: Getty Images/C. Spencer داسې معلومیږي چې ګواکې د هالیووډ سنیما د فلم یوه صحنه ده، خو نه دا یوازې یوه ښځه ده چې په کټمندو کې پر تناب جامې غوړوي. له دوو اونیو راهیسې د نیپال په پلازمېنه کې هم د خلکو پر ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.
انځور: Imago Images/Zuma/P. Ranabhat د لبنان په هولا ښار کې یو بالکن یې پر سلماني خانې بدل کړی دی. څومره ساده کار دی، ځکه قیچې شوي ویښتان باد وړي او د حفاظت له پاره یوازې یو ماسک ته اړتیا ده.
انځور: Reuters/A. Taher د خوراکي موادو د برابرولو لار اړتیا ابتکار رامنځته کوي. د مارسي په ښار کې دا مهربانه سړی نه شي کولی له خپله کوره ووځي. ګاونډیانو یې د خوراکي توکو یوه کڅوڼه ورته راوړې ده. هغه بی له کوم خطره دغه خریطه یو له بل سره د غوټه شویو څادرونو په وسیله پورته کشوي.
انځور: Getty Images/AFP/A.-C. Poujoulat سباستیان مانکو، د فرانسې په باردو ښار کې د بدني ورزش ترینر دی. هغه د یوه آپارتمان مخ ته چې د زړو خلکو ساتنه او پالنه پکې کیږي، د دې له پاره چې هغو صحتمند او روغ پاتې شي له بهر څخه ورته د تمریني حرکتونو لارښونه کوي او هغوې یې اجرا کوي. هغه عمل چې هم دوی د کرونا پر ویروس د اخته کیدو له خطر څخه ساتي او له بلې خوا تازه هوا تنفس کوي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Tucat هنس پيتر دورست، یو حرفوي ورزشکار دی. هغه د پارا المپيک په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی. دغه ۲۶ کلن ځوان وروسته له یوې ترفیکې پيښې څخه د توازن ساتنې د ستونزې ترڅنګ له نورو روغتیایي مشکلاتو څخه رنځ وړي. خو له دې درې ټایره بایسیکل سره کولی شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. اوس هغه د دورتموند په ښار کې د خپل کور په بالکن کې تمرين کوي.
انځور: Getty Images/AFP/I. Fassbender د یوه بالکن لویوالی هم رول لري په موناکو کې له دې لوی بالکن څخه کیدای شې لا زیاته ګټه واخیستل شي. ځکه په دې بالکن کې د لامبو یو حوض هم موجود دی. په داسې یو ځای کې کیدای شي د کرونا ویروس له امله د محدودیتونو وخت په اسانۍ سره تیر کړای شي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Francois Ottonello د کرونا پانډیمي پر مهال طنز په داسې حال کې چې ډیري خلک بالکن نه لري او مجبوره دي په خپلو کورونو کې دننه باقي پاتې شي، د فرانکفورت په ښار کې بیا یو اسکلیټ ځاتنه مختص شوی بالکن لري. البته د خلکو د ویرولو له پاره نه، بلکې د خلکو د خندولو له پاره.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul