1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نړۍ کې د کرونا ویروس پیښې نزدې دوو میلیونو ته ورسیدې

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د جانز هاپکسینز پوهنتون په حواله اوس په نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو نزدې دوه میلیونه پیښې موجودې دي. چین د دې ویروس د مخنیوي له پاره دوه واکسینونه آزمويي.

Coronavirus New York Kingsbrook Jewish Medical Center Toter wird transportiert
انځور: Reuters/L. Jackson

د جانز هاپکسینز پوهنتون په حواله چې په نړۍ کي د کرونا ویرو په اړه شمیرې ثبتوي، اوس په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر دوو میلیونو ته نزدې شوی دی. د کرونا ویروس له کبله رامنځ ته کیدونکې ناورغۍ کوید-۱۹، بیا تر اوسه پورې په نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ کسان وژلي دي.

پر دې سربیره شاوخوا ۴۵۰۰۰۰ کسان په ویروس تر اخته کیدو وروسته، بیرته ښه شوي دي. خو کارپوهان په دې باور دي چې ښايي دغه شمیر تر دې لوړ وي ځکه یو شمیر کسان که څه هم په کرونا ویروس اخته شوې، خو د ناروغۍ د علایمو د نه ښوولو له کبله آن تر ښه کیدو وروسته هم په احصائیو کې نه دي شامل شوي.

د جانز هاپکسینز پوهنتون په حواله د کرونا ویروس تر ټولو ډیرې ثبت شوې پیښې او د دې ویروس له کبله د مړینو تر ټولو لوړ شمیر په امریکا متحده ایالاتو کې رامنځ ته شوې دي. په دې هیواد کې د اخته کسانو شمیر تر ۵۸۲ زرو لوړ او تر اوسه د مړو شمیر ۲۳۶۲۱ دی.

خو پر دې ټولو سربیره، د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ یو شمیر هیوادونه په دې اړه فکر کوي چې د کرونا ویروس له کبله لګیدلي ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه څرنګه په تدریجي ډول له منځه یوسي.

له بلې خوا چین، پر انسانانو د کرونا ویروس ضد د دوو واکسینونونو د آزموینې اجازه ورکړې ده. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د دې واکسینونونو د آزموینې پایلې به څه وي، خو کارپوهان وایي چې عامو خلکو ته د یوه واکسین رسیدل ښايي له یوه تر یوه نیم کاله پورې وخت ونیسي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب