1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمیر تر ۹۰ ميلیونو واوښت

۱۳۹۹ دی ۲۲, دوشنبه

په نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر تر ۹۰ میليونو واوښت. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په هيوادونو کې د دغې وبا د واکسيناسيون بهیر هم له هغو افرادو چې تر نورو ډیر د خطر په معرض کې دي، پیل شوی دی.

Brasilien Corona-Pandemie temporäres Krankenhaus in Rio
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AA/F. Teixeira

د امریکا د جانس هاپکين پوهنتون چې د کرونا اړوند معلومات خپروي، ویلی دي چي په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۹۰ميليونو ته رسېدلی دی. دغه خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې د نړۍ په سطحه روغتيايي کارکوونکي د نوو او نورو ناروغيو د خپريدو د مخنيوي په موخه خپلو مبارزو ته زور ورکړی دی.

د جان هاپکينز پوهنتون د رپوټ له مخې، د نړۍ په کچه د کرونا ناروغۍ مثبې پيښې يوازې په تيرو۱۰ اونيو کې دوه برابره لوړې شوي دي.

تیره اکتوبر مياشت په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پیښې ټول ټال ۴۵ ميلیونه ته رسيدلې وې په داسې حال کې چې نن دوشنبه (د جنوری ۱۱مه)دغه شمیره تر ۹۰ ميليونو اوښتی دی. دغې وبا دغه راز په څه باندې يوه کال کې په ټوله نړۍ کې د نژدې ۲ ميلیونو کسانو ژوند اخیستی دی.

اروپا

بريتانيا د دوشنبې په ورځ د واکسيناسينون د ۷ ستر مرکزونونو د پرانيستلو بهير پيل کړل. دغه هیواد چې موخه يې د فبروري میاشتې تر نیمايي پورې د ټولو زيانمنونکو افرادو روغتيايي ژغورنه ده، حاضردمه په ورځ کې ۲۰۰ زره کسانو واکسين دی.

دغه هدف ته د رسيدلو له پاره، په يوه اوونۍ کې د ۲ ميلیونو کسانو واکسين ته اړتيا ده.

د بريتانيا د روغتيا او ټولنيزې پاملرنې سکرتر، مات هانکوک ويلي دی چې هیله مند دی د کرونا ويروس څخه د ژغورنې دغه پلان به يې د دوشنبې په ورځ ناوخته پیل شي.

د ژغورنې پلان به د بریتانيا په تاريخ کې د واکسيناسیون تر ټولو ستر پروګرام ويانځور: Justin Tallis/REUTERS

مات په يوه اعلامیه کې ويلي دي: «د واکسيناسیون دغه پلان به له دغې وبا څخه د انګلستان خلاصون له پاره يوه اساسي لار وي، خو موږ ټول باید په کورنو کې پاتې کيدو ته ادامه ورکړو او کله چې له کوره بهر وځو پر لازمو لارښوونو لکه د لاسونو ته پاملرنه، د ټولنيز واټن رعایتول او د ماسک اغوښتل رعایت کړو.»

د ژغورنې پلان به د بریتانيا په تاريخ کې د واکسيناسیون تر ټولو ستر پروګرام وي.

په عين وخت کې د شمالي ايرلند د عامې روغتيا وزیر، د یکشنبې په ورځ وويل چې کرونا ويروس په سيمه کې روغتيايي سیستم تر نهايت سخت فشار لاندې راوستلی دی.

روبين سوان پر خپل ټويټر لیکلي: «زموږ روغتيايي سیستم تر داسې فشار لاندې دی، چې هيڅکله نه وو. مهربانۍ وکړئ په دې برخه کې خپله ونډه ادا کړئ او پر سپارښتنو عمل وکړئ، تاسو پوهيږئ چې بايد څه وکړئ.»

سوان دغه خبره لږ وروسته تر هغې وکړه چې د بریتانیا تر کنترول لاندې سیمه کې يو روغتون په ټولنيزې رسني کې له ټولو بې دندو روغتيايي کارکونکو څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

شمالي ايرلند له اکتوبر مياشتې راهيسې د کرونا وبا پر وړاندې په ډیرې سختې مبارزې بوخت دی. علت ېې په دغې موده کې په مختلفو سطحو کې دننه او بهر اعلان شوي قرنطينونه دي.

د نړۍ په هیوادونو کې د کرونا واکسين بهير، په لومړي سر کې پر هغو کسانو چې د خطر په معرض کې دی تطبیقیږيانځور: Ronen Zvulun/REUTERS

د چک جمهوريت پلازمينه پراګ کې د يکشنبې په ورځ په زرونو اعتراض کوونکي د پراګ زاړه ښار ته راووتل. دوی د واکسیناسيون پر روان بهير او د حکومت له خوا پر لګول شوو سختو محدودیتونو اعتراضونه وکړل.

پخوانی لومړي وزير او ولسمشر، واتسلاف کلاوس، هم له اعتراض کونکو سره برخه اخیستې وه. هغه وويل د رستورانونو، سوداګرۍ او ښوونځيو تړل، اقتصادي او رواني زیانونه لرلي دي.

په دغو اعتراضونو کې نژدې ۳ زره کسانو چې د چک جمهوریت بیرغونه یې له ځانه سره ليږدول برخه اخیسته وه، دوی ويل: «موږ پسونه نه يوو.» او «واکسین ته نه.» دا په داسې حال کې ده چې اکثره دغه اعتراض کوونکي پرته له ماسک تړلو او ټولنیز واټن رعایتولو راوتلي ول.

په يونان کې د يکشنبې په ورځ د تودې هوا د ېوې څپې په راتلو سره، خلکو د قرنطين په نه رعایتولو، پارکونو او ساحلونو ته راووتل.

پولیس چې د خلکو د ګڼې ګوڼې د مخنيوي له پاره په دندو ګومارل شوي ول، په لاوډسپيکرونو کې يې له خلکو غوښتل تر څو ټولنيز واټن رعایت کړي.

بې ماسکه کسان به جریمه شي

يوناني چارواکو د نوامبر مياشتې په لومړيو کې د رخصتيو ورځو وروسته، د کرونا ويروس د دريمې څپې د مخنيوي په موخه ټولنيز محدوديتونه وضع کړی ول. دغه محدوديتونه چې د جنوري میاشتي پر ۱۱ پای ته ورسېدل، د جمعې په ورځ يوه اوونۍ نور هم وغځول شول.

افريقا

د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبونانځور: Ryad Kramdi/AFP

تر يکشنې ورځې، په افریقا کې د کرونا ويروس د تصديق شوو مثبتو پيښو شمیر ۳ ميلیونه ته ورسيد او د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شمیر ۷۲۰۰۰ وو.

د الجزایر ولسمشر، عبدالمجيد تبون چې تر دې وړاندې په کرونا ويروس اخته شوی وو او د درملنې له پاره يې دوې میاشتې په آلمان کې تيرې کړې وې، اوس بیا د درملنې له پاره آلمان ته راغلی دی.

تبون نژدې دوې اوونۍ مخکې له آلمان څخه خپل هيواد ته ستون شوی وو او د يکشنبې په ورځ بيرته دغه هيواد ته راغی.

دا په داسې حال کې ده چې الجزایر د يکشنبې په ورځ د افریقا لومړنی هيواد وګرځيد چې د کرونا ويروس روسی واکسين «سپوتيک وي» پکې د استعمال له پاره راجستر کړل شو.

بل افریقايي هيواد سینګال بيا د خلکو پر تګ راتګ باندې بنديز لګولی دی.

آسیا

په وروستيو مياشتو کې د چين په هبئې ايالت کې د کرونا ويروس ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي دي. دا د کرونا ويروس د خپريدو له اړخه د چين د تر ټولو ډيرو خطرناکو ايالاتونو څخه یو دی.

د عامې روغتيا ملي کمیسیون د دوشنبې په ورځ وويل چې په سیمه کې ۸۲ تنه نورې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د پولیسو يو افسر د هبئي ښار د اورګاډو په تمځای کې ګزمه کوي. سپارښتنه شوې چې خلک بیجنګ ته له سفرونو ډډه وکړيانځور: STR/AFP/Getty Images

چارواکو له ځايي خلکو څخه غوښتي دي چې د پلازمينې بيجنګ سرحدونو پر لور سفرونو څخه ډډه وکړي.

په هبئې ایالت کې ښوونځي يوه اوونۍ مخکې وتړل شول او تیستونه هم په شدت سره ادامه لري.

استرالیا

استراليا کې د يوه روغتون عاجله برخه د يکشنبې په ورځ وروسته له هغې وتړل شوه چې د یوه ناروغ د کرونا تيست پایله مثبته وخته.

ځایي رسنيو ويلي دي چې دغه پیښه د سيدني ښار په يوه روغتون کې رامنځ ته شوې ده.

په عین وخت کې د استرالیا په دریم تر ټولو لوی ښار، بريزبن کې قرنطين وضع شوی دی. دغه اقدام، په ياد ښار کې د کرونا د يوې مثبتې پيښې تر تائيد وروسته د جمعې په ورځ یوه شدید قرنطين ته ولاړ.

دغه ښار چې دوه ميلیونه نفوس لري، وروسته له هغې قرنطين شو چې په يوه قرنطين شوي هوټل کې یو کارکوونکی د بریتانيا څخه د راغلي يوه مساپر څخه په ويروس اخته شو.

dvv/dj (AFP, AP, Reuters, dpa)mks/nz

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوریز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب