1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

په نړېدلي تونل کې بند پاتې ۴۱ هندي کارګر لا ژوندي دي

۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په هند کې د يوه تونل د جوړولو په کار بوخت ۴۱ کارګر چې د تونل د نړيدو له کبله بند پاتې شوي ول، د پېښې لس ورځې وروسته هم ژوندي دي او د يوې کمرې له لارې ليدل شوي دي.

هند: د بندو پاتو کارګرو د ژغورنې کار لا جريان لري
هند: د بندو پاتو کارګرو د ژغورنې کار لا جريان لريانځور: AP Photo/picture alliance

د فرانسې د خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله په تونل کې بندو پاتو دې کارګرو ته د رسېدو د هڅو په ترڅ کې د يوې کمرې له لارې دا کارکوونکي ژوندي ليدل شوي دي. ويل شوي چې په نړيدلي تونل بندو پاتو دې کارګرو ته د رسېدو يوه وړاندیز شوې لاره کابو نيم کيلومتر اوږده ده.

په رپوټ کې ويل شوي د کمرې له لارې ليدل شوي چې د دې کارګرانو ږېرې ببرې شوي دي او هغو ويريدلي او ستړي ښکاري.

زیاته شوې چې دا کمره د يوه نري پاېپ په واسطه کارګرو ته رسول شوې وه. د د غه پاېپ له لارې بندو پاتو کسانو ته هوا هم رسي او هغوی ته خوراکي توکو او اوبو ته رسول کیږي.

د هند په اتراکهنډ ايالت کې د نومبر پر ۱۲مه نیټه په غره کې د يوه تونل د جوړولو پر وخت دتونل تر کښيناتو ورسته دغه کسان بند پاتې شول.

ژغورونکو تر اوسه له دې تونل څخه څو ټنه خاوره، کانکريت او ملبه ليرې کړې ده څو بندو پاتو ته لاره وموندل شي. خو د ملبې د بيرته راښوېدو او د برمې د ماشينونو د غير فعاليدو له کبله د ژغورنې عمليات سست پر مخ روان دي. تر اوسه دغه لېرې پرتې غرنۍ سيمې ته دو ځله د څرخي الوتکې له لارې د برمه کولو ماشينونه ليږدول شوي دي.

په کمره کې ددغو کسانو د ليدلو تر مخه ژغورونکو له هغوی سره د ريډيو له لارې خبرې کولې. د اتراکهنډ ایالتي لومړي وزير پرکاش سنګ دهمي، ويلي دي چې ټول کارګر محفوظ دي او د هغوی په خوندي توګه د راايستلو له پاره هر ډول هڅې روانی دي.

دهمي وويل چې په دې اړه جزيات لومړي وزير مودي ته هم ورکړل شوي دي او د دې کارګرو ژغورل دا وخت لومړيتوب دی.

ویل شوي چې بندو پاتو کسانو ته د رسېدو له پاره يو لږ تر لږه ۵۷ متر پلن پاېپ داخل کړل شوی وو خو وروسته بيا يو ستر شی د برمه کولو د دې ماشين د لارې خنډ وګرځېد.

د چارواکو په حواله دا پاېپ دومره پلن دی چې هلته بندو پاتو کسانو کولای شول د دې لارې راووځي. خو اوس د دغه پاېپ د داخلولو کار درول شوی او مزدورانو ته د رسېدو نورې لارې چارې لټول کیږي.

ب. ص/ ا. و.ا (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل