1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیمروز کي د ایران د پولي تړل کیدو خلک او سوداګر اندېښمن کړي

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

په نيمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحد له نژدې یوې میاشتي راهیسي تړلی دی، سبب يې ایران او افغانستان بېلا بیل ښيي. په دې ترڅ کي ولسي خلک او سوداګر له اقتصادي ستونزو کړیږي او په میلونونو افغانۍ تاوان ور اوښتی دی.

Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

افغان سوداګر ادعا کوي چي سوداګریز مالونه يې د پولي دواړو غاړو ته بند پاته او په میلونونو افغانۍ تاواني سوي دي. د سوداګرو له یادو مشکلاتو سره همهاله عام خلک بیکارۍ زیاتوالي او اقتصادي مخ پر ځوړتیا سخت اندېښمن کړي دي. 

طالب چارواکي ادعا کوي چي ایران هغه مهال په نیمروز ولایت کي خپله پوله وتړله، چي په سیمه کي يې پوله ساتوعسکرو په دوو جلا جلا پېښو کي پر یوشمیر افغان کارګرو کوچنیانو ټکان وکړل. په دې پېښه کي یو افغان کوچنی ووژل سو او درې نور زخمیان سول.

خو ایراني رسنۍ بیا پر دغه پوله د افغانستان له غاړي په وسله وال برید کي د يوه ایراني پوله ساتي عسکر د وژولو وروسته د پولي د تړلو خبر ورکوي.

د ایراني مطبوعاتو له ډلي فارس او تسنیم لیکلي دي، دغه پوله ساتی ایرانی عسکرمحمد صبادي نومیدی چي د افغانستان له خاوري په یوه «شراچوونکې برید» کي لومړی په مرمۍ زخمي او وروسته يې په روغتون کي سا ورکړه. خو د طالبانو یو ویاند مفتي الهام په نیمروز کي د طالبانو له خوا د ایراني سرباز وژل کیدل ردوي: «د طالبانو له خوا د ایراني پوله ساتي عسکر د وژل کیدو خبره هیڅ حقیقت نه لري. ایراني پوله ساتونکو دوه واري په سیمه کي پر افغان کوچنیانو ټکان وکړل، په دې ټکانو کي یو کوچنی ووژل سو او درې کوچنیان نور زخمیان دي، نو ځکه ایران خپله پوله تړلې ده.»

هغه دا مني چي په نیمروز کي د ایران د پولي تړل کیدو خلکو ته ډیري ستونزي راولاړي کړي دي: «د پولي تړل کیدو موږ ته ډیري ستونزي پيښي کړي دي، خو اوس په دې لټه کي یو، چي پوله د تفاهم له لاري پرانیزو.»

دا چي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولي تړل کیده، د هر علت له مخي وي، خو زور يې د پولي دواړو غاړو ته تر سوداګرو او عام خلکو خیژي.

انځور: Abedin Taherkenareh/dpa/picture alliance

په نیمروز کي یو تن افغان سوداګر حاجي نبي نورزي دویچه ویله ته وویل: «له تیري یوې میاشتي راهیسي پوله یومخ تړلې ده، چي موږ سوداګرو ته يې ډېر تاوان رارسولی دی.» هغه زیاته کړه: «موږ له ډېر تاوان سره مخ سوي یوو او اړ یو، چي سوداګریز مالونه د فراه او هرات له پولو را وارد کړو، مګر له هغې لاري دوه چنده لګښت ورباندي راځي.»

د تیلو قاچاق د نیمروز پر پوله د جګړې دلیل؟

په افغانستان غوندي هیواد کي پر لومړنیو توکو ټرانسپورټي لوړ لګښتونه د دې سبب سوي دي چي په بازار کي نرخونه اسمان ته وخیژي.

له هغه وخته چي طالبان د قدرت پر ګدۍ کښېنستلي د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چي د دغه هیواد یو پر درېیمه برخه وګړي يې له لوږي او فقر څخه کړیږي.

په نیمروز کي له ایران سره د پولي تړلو له امله د خوراکي توکو بیې په دغه ولایت کي لوړي او په سلهاوو کارګران بېکاره سوي دي، د سیستاني په نامه یو له دغو کارګرانو څخه وايي: «له هغه وروسته چي له ایران سره پوله تړل سوې ده، د خوراکي او غیري خوراکي توکو بيې دوه چنده لوړي او ځوانان يې اړ کړي دي چي د کار پیداکولو په لټه پر غیري قانوني لارو ایران ته مهاجر سي چي دا د دوی له پاره په اوسمهال کي یو لوی ګواښ دی.»

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي

03:36

This browser does not support the video element.

مدني فعالان له طالبانو او ایراني چارواکو څخه غواړي چي د پولي د خلاصولو موضوع د خبرو اترو له لاري حل کړي. د افغان نژاد په نامه یوتن نیمروزی مدني فعال وايي: «د ایراني پوله ساتونو عسکرو له خوا د یو افغان کوچني تر وژلو اود دریو نورو تر زخمي کیدو وروسته، په دغه سیمه کي په مرموز ډول د یو ایراني سرحدي عسکر وژنه په غیري رسمي ډول په طالبانو پوري تړي او پوله يې تړلې ده. »

که څه هم ایران له طالبانو سره مخکي اړیکي درلودې، خو پر افغانستان د هغوی له ولکي ټینګولو سره يې هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

دا لومړی وار نه دی، بلکي هر وار چي طالبانو او ایراني پوله ساتو عسکرو شخړه کړي، نو عامو خلکو او سوداګرو ته يې زیات اقتصادي او ټرانسپورټي ګواښونه جوړ کړي دي.

محمدابراهیم سپېڅلی

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب