1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیو اورلینز کي پر خلکو موټر ورځغلول سوی؛ ډېر کسان مړه دي

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۲, چهارشنبه

د امريکا د لويزيانا ايالت د نیو اورلینز ښار په له گڼه گوڼې ډکې سیمي کي يوه کس پر خلکو باندي موټر ورځغلولی لس کسان يې وژلي او په لسونو نور يې ټپيان کړي دي. پوليسو ويلي دي چي شکمن کس له پوليسو سره په ډزو کي وژل سوی دی.

پوليسو پلټني پيل کړي دي
پوليسو پلټني پيل کړي ديانځور: Gerald Herbert/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو  د لويزيانا ایالت د نيو اورلینز ښار په مرکز کي یو موټر د انسانانو پر ګڼه ګوڼه ورځغلول سوی دی چي لس کسان پکښې مړه او په تر ۳۲ زيات ټپيان سوي دي. ټپيان ټول روغتونونو ته انتقال سوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د ځايي چارواکو په حواله ليکي چي دغه کس چي پر انسانانو يې موټر ورځعلولی دی له پوليسو سره د ډزو په تبادله کي وژل سوی دی.

د پوليسو د معلوماتو له مخي نوموړې پیښه د ياد ښار د فرینچ کوارتر- کانال او بوربون ستریت د عمومي سړکونو په کُنج کي د نوي عیسوي کال  د لومړۍ ورځي په سهار وختي رامنځته سوې ده.

د CBS News په نوم امریکايي رسنۍ رپوټ ورکړی دی چي د عیني شاهدانو په حواله یو غټ موټر په ډیر سرعت سره د بوربون ستریت په سړک کي د خلکو په گڼه گوڼه ورننوتی او وروسته موټروان له موټره کښه سوی او پر خلکو يې ډزي پيل کړي دي.

د لویزیانا ایالت والي جیف لندري، پر ایکس پاڼه نوموړې پیښه «له زورزیاتیو ډک وحشتناکه عمل» بللی دی او لیکلي یې دي: «لطفاً زما او زما د میرمنې (شارون) سره په گډه د ټولو قربانیانو او په ساحه کی مرستندویانو» له پاره دوعاوي وکړی.« هغه له خلکو وغوښتل چي د پیښې ساحې ته له ننوتو څخه ډډه وکړي.

دغه سيمه اوس هم د خلکو پر مخ بنده ده او د ژغورني عمله په کار بوخته ده.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب