1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هالند او آلمان کې د طالب چارواکي راڅرګندېدو ته غبرګونونه

۱۴۰۲ آبان ۲۸, یکشنبه

هالند وايي په هاګ کې د روغتيا نړېوال سازمان کنفرانس کې د طالب چارواکي پر گډون څېړنه کوي. د ديديپ په وينا کولن کې ياد چارواکي ته «د کونړ د ځوانانو کلتوري ټولنې» غونډه جوړه کړې وه.

عبدالباري عمر د طالبانو حکومت د خوړلو او درملو ادارې مشر د آلمان په کولن کې
عبدالباري عمر د طالبانو حکومت د خوړلو او درملو ادارې مشر د آلمان په کولن کېانځور: Dr Abdulbari Omar/Twitter

د هالند د عامې روغتيا وزير ایرنست کويپرس د شنبې په ورځ پر اکس يا پخوانۍ ټويټر شبکې ليکلي چې يوه څېړنه پېل کړې تر څو روښانه شي چې څنګه دا ممکنه شوې وه چې یاد چارواکی وشي کړی د نومبر له ۶ تر ۸مې په یو کنفرانس کې ګډون وکړي.

دغه طالب چارواکی عبدالباري عمر دی چې د طالبانو په حکومت کې د خوړو او درملو ادارې مشر دی. د هالند د عامې روغتيا وزير له نوموړي سره يو انځور هم اخیستلی دی چې يوه اوونۍ مخکې پر اکس شبکه لاس په لاس شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، کويپرس اوس پر دغه انځور خپل خفګان ښکاره کړی او ويلي ېې دي چې دی هغه وخت نه پوهېده چې دغه کس څوک دی.

کويپرس ليکلي: «په يقين سره چې زه په هر حالت کې نه غواړم چې له داسې یو ويروونکي رژيم سره مل شم. زه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو له پاره دریږم.»

د آلمان په کولن ښار کې غونډه

انځور: Dr Abdulbari Omar/Twitter

د هالند په یو کنفرانس کې د عبدالباري عمر د ګډون خبره وروسته له هغې رسنیزه او د آلمان حکومت پام ورواوښت چې هغه له هالند څخه وروسته د آلمان په کولن ښار کې د افغانانو په یوه غونډه کې راڅرګند او وينا وکړه. په دغه غونډه کې د هغه راڅرګندېدو په آلمان کې هم نانندرۍ له ځانه سره درلودلي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزېرې، نانسي فیزر د شنبې په ورځ وويل چې «په کولن کې د طالبانو د استازي راڅرګندېدل په بشپړه توګه د نه منلو ده او باید په کلکه وغندل شي.» هغې د آلمان خبري آژانس ته وويل: «هيڅ څوک اجازه نه لري چې په آلمان کې افراطي اسلامپالو ته د دريځ (خپلو مفکورو لپاره د تبليغ) زمينه برابره کړي.» تر دې وړاندې په برلین کې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دفتر هم ويلي وو چې دوی په کولن کې د طالبانو د حکومت د استازي راڅرګندېدل «په کلکه غندي.»

دغه دفتر ويلي دي چې د آلمان حکومت آلمان ته د دغه طالب چارواکي د سفر په هکله معلومات نه وو ورکړل شوي او چارواکو ورته آلمان ته تر راتلو دمخه سفري ويزه نه وه ورکړې: «موږ د کورنيو چارو وزارت له چارواکو او [خپلو] شریکانو سره د لا زیاتو اقداماتو د څېړنو او نژدې خبرو اترو په حال کې یو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وازت دفتر پر اکس شبکې ټينګار کړی چې آلمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. دغه دفتر په دې هکله ليکلي: «تر څو چې طالبان په افغانستان کې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه په ښکاره تر پښو لاندې کوي، تر هغې به د طالبانو له رژيم سره د روابطو هېڅ ډول عادي کيدل شتون ونه لري.»

د هالند د عامې روغتيا وزير ایرنست کويپرسانځور: Remko de Waal/ANP/IMAGO

کولن د آلمان په نوردراین ویستفالن ایالت کې واقع دی. دغه ایالت هم په کولن ښار کې د طالب چارواکي راڅرګندېدل او وينا غندلې ده.

غونډه د «د کونړ د ځوانانو کلتوري ټولنې» تنظيم کړې وه

کوم مسجد یا سالون چې عبدالباري عمر په کې وينا کړې ده د (Ditib) په نوم یو سازمان پورې اړوند دی. دغه سازمان د پنجشنې په ورځ د طالب چارواکي له راڅرګندېدو څخه ځان ليرې نېولی دی.

دغه سازمان ويلي دي: «د قرارداد د اصولو او مقرراتو خلاف، دا یوه سیاسي غونډه ګرځېدلې وه چې ورته د دوی لپاره یو نامعلومه ویناوال دعوت کړل شوی وو.»

ياد سازمان د «په ميشنيش کې د افغانانو کلتوري ټولنه» څخه بخښنه غوښتې ده، ځکه چې په لومړي سر کې په خپله اعلاميه کې يې ياده ټولنه د سازمان د مسجد په تالار کې د غونډې په تنظيم او د دوی له اصولو په سرغړونه تورنه کړې وه. ديتيپ په خپله دويمه اعلاميه کې «له لويي تېروتنې» څخه خبره کړې ده چې په ناسمه توگه يې د ميشنيش ټولنه مسؤله ياده کړې وه.
د ديتيپ د نوي اعلاميې له مخې د دوی په سالون کې غونډه د«د کونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې» رابللې وه. د کونړ د ځوانانو کلتوري ټولنې «لا تر اوسه د دغې موضوع په هکله خپل دريځ نه دی روښانه کړی.»

(dpa)mks/aa

له آرشیف څخه د آلمان د کولن ښار په هکله یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل