په هالند کي یو نوی پارلمان انتخابیږي
۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبهاعلان
په هالند کي د ټول پوښتنو له مخي د صدراعظم مارک روټه ښي اړخه لیبرال ګوند او د دیده ریک سمسون سوسیال دیموکراتانو ګوند ډېر مخته او په مساوي ډول پر مخ روان دي. د SP په نامه اروپايي سوسیالیستي ګوند د ډېره وخته راهیسي د خوښي وړ ګوند وو. خو د دغو ټولپوښتنو له مخي اوس ډېر شاته سو. په مجموعي ډول په دغو انتخاباتو کي۲۱ ګوندونه برخه اخلي. د مختلفو ګوندونو د اکثریت رایو ګټلو ته په کتو سره به په دغه هیواد کي د یوه حکومت جوړېدل له سختو مشکلاتو سره مخامخ وي.