1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهالند

په هالنډ کې افغان سفارت د طالبانو سره د تعامل خبر ورکړی

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبه

په هغه اعلاميه کې چې په هالنډ کې د افغانستان د سفارت له خوا خپره شوې، ويل شوي دي چې دغه سفارت د هېواد د وګړو د ستونزو د هوارۍ او د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سره تعامل کوي.

Iran I Afghanische Botschaft
انځور: Ahmmad

خبرپاڼه زیاتوي چې سفارت به یوشمیر اسناد د تایید له پاره کابل ته د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.

دا خبر داسې مهال خپریږي چې څو ورځي مخکې په هندوستان کي افغان سفارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره په ډهلي کې د سفارت دروازې د بندولو اعلان ورکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ويله سره په خبرو کې تایید کړه، چې په هالنډ کې افغان سفارت د دوې سره تعاملکړی د مجاهد په خبره: «په هالنډ هیواد کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه اعلان کړي دې او له دې وروسته به د بهرنیو چارو وزارت سره په هماهنګۍ خپلې چاري پر مخ وړي.»

په هالنډ کې د افغانستان سفارت لکه په یوشمیر نورو بهرنیو هیوادونو کې تر اوسه د افغانستان د پخواني جمهوریت د ډپلوماټانو تر کنټرو لاندي دی.

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي دا چې طالبان اوس د افغانستان بشپړ حاکمیت تر کنټرول لاندي لري یو واقعیت دی، دوې هڅه کوې ورځ تر بلې د یوې برنامې له مخې ځانونه اصلي اهدافو ته ورسوي، له بلې خوا طالبان د اوس له پاره د افغانستان د سیاست په ډګر کې بدیل نه لري نو که موږ وغواړو که ونغواړو جهان له دې پرته هیڅ چاره نه لري چې د دوې سره تعامل و نه کړي.

هغه زياته کړه: «د ډیرو عادي ډپلوماټیکو اصولو له مخې کله چې په یوه هیواد کې شخص یا ډله حاکمیت تر لاسه کوي، امنیت رامنځته او د حکومتدارۍ شبکه ټینګه کړې حتمآ به یا ژر او یا په ځنډ سره هیوادونه ورسره د تعامل لار پرانیزي دا یواځي هالنډ نه دی ډیر نور اروپايي او امریکايي هیوادونه له طالبانو سره په تعامل کې دي او ډیر موضوعات نه رسنیز کیږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل هم د ایکس پر ټولنیزه پاڼه لیکلي چې په هالنډ کې د افغانستان سفارت به له دې وروسته د دغه هېواد وګړو ته قونسلګري خدمات وړاندې کړي.

بله خوا د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي واېې په هالنډ کې افغان سفارت له ډیر مودې راهیسې د اقتصادي ستونزو سره مخ وو.«هلته پاسپورټونه او یوشمیر نور اسناد ختم شوې وه، نو د دې له پاره چې په هالنډ کې افغانانو ته پاسپورټونه، ویزي او یوشمیر نور اسناد ورکړل شې چې هغه دطالبانو د تایید وړ وي یو ډول قنسلي تعامل شوی، خو دا طالبانو ته په هالنډ کې د سفارت د سپارولو په معنې نه ده.»

د دې ترڅنګ چې ګڼ شمیر هیوادونود طالبانو استازي منلي او داسې خبرونه هم شته چې د تیر حکومت یوشمیر ډيپلوماټان له طالبانو سره په اړیکه کې دي او ترې امر اخلي، خو بل پلو لا تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل