د المان د هانوور اوسیدونکي په امتحاني ډول اجازه لري، بې له ټيکته په ښاري بس یا میترو کي تگ راتگ وکړي. له زرغون گوند څخه دهانوور نوی ترکي الاصله ښاروال غواړي د ترافیک په راکمیدو سره مضره گازونه هم راکم کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Schuldt
اعلان
اوس دجرمني په نیدرزاکسن ایالت کي، چي پایتخت یې د هانوور ښار دی، د موټر جوړولو د شرکتونو پخوانی شعار اعتبار لري، چي «د ازادو خلکو له پاره ازاد سفر» نومیږي. ویل کیږي چي نور ښارونه لکه موینستر او کارلسروهه هم غواړي دغه لار تعقیب او خاصتأ د کريسمس اختر په ځینو ورځو، له هغې جملې څخه نن شنبه (د نومبر میاشتي ۳۰ مه نیټه) خلکو ته ددې امکان ورکړي چي بې له ټيکته تگ راتگ وکړي او خپلی سوداوي وکړي. د کريسمس په ورځو کي د خلگو ازدحام ډیر وي او ددې مطابق د موټرونو څخه استفاده هم ډیره وي.
انځور: picture-alliance/dpa/ANP/M. de Swart
خو د دغه ایالت د تراسپورت وزیر، اولف بیرگر فرانس د دغه امتحاني عمل تر شروع کیدو دمخه ټینگار کړی دی،چي «څنگه اوسیدونکي د دغي عرضې په مقابل کي عکس العمل ښيي» او ایا هغه کسان چي تر اوسه پوري یې د عامه ترانسپورت څخه استفاده نه کوله، دې کار ته به تشویق سي.
په دې ارتباط په هانوور کي د سپرلیو څخه نظرپوښتنه هم پلان سوې ده او هم به نور بسونه او ټرینونه اضافه سي. په هانوور کي د تیري پنجشنبې له ورځي (د نومبر میاشتي ۲۸ مه نیټه) راهیسي د زرغون گوند څخه نوی ترکي الاصله ښاروال، بېلیت اوناري انتخاب سوی او غواړي د موټرونو په واسطه رامنځته سوي مضره گازونو په راکمولو سره اقلیم تر یوه حده پوري وژغوري. دئ پر ډیرو سړکونو باندي د موټرونو د بندیدو پلان هم لري، خو اوسنی پلان د پخوا څخه موجود ؤ.
د موټرو صنعت تر بل هر صنعت څخه زيات د اتومات کيدو سره مخامخ شو .د شلمي پيړۍ په پيل کې د امريکايی اختراع کونکي رانسمن ايلي اولد د ډله ایز توليد له اختراع سره د موټرو په صنعت کې هم په ډله ایز توليد پېل وشو.
انځور: Walter P. Reuther Library
سينګار شوي نانځکه
د موټر پر بانټ دغه ځانګړې سمبول په کال ۱۹۲۵م کې René Lalique له خوا د فرانسې د سيتروين موټرو له پاره ډيزاین شوې وو. دغه فيګور ویکتوريا نوميږی، سريې له اوږدو ويښتانو سره داسې جوړ شوې،چې نه نارينه دې او نه ښځينه. موټر چلوونکی د موټر د سرعت د کم او زياتولو سره د دغه سر د ويښتانو رنگ ته تغير ورکولی شي او په دې توگه د موټر سرعت کم او زياتولی شي.
انځور: Victoria & Albert Museum
برقي پيکپ
دغه ډيزاين شوې زره پوش په څير موټر، حتي SUVs پلويان بايد خوشاله کړي. دغه موټر ښايي له پورشه موټر څخه زيات سرعت ولري.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Tesla
د موټر له ټکر څخه ژوندي پاتېدونکی
دغه فیګور«گراهم» نومیږي چې پرته له کومې ستونزې د موټر له ټکر څخه ژوندې پاتې کيداي شي. دا مجسمه د هنرمند پيتيريشیا پيکنينيني له خوا ډيزاين شوي او د ترافيکي ټکر د جراحۍ له خوا جوړه شوي چې سر یې د موټرسايکل چلونکو د خولۍ په څير دې. دا او ورته ډير څه د ۲۰۲۰م کال تر اپريل مياشتې پورې د لندن په ويکتوريا موزيم کې ليدل کيداي شي.